په پاکستان کې د پاراچنار په سیمې مرګونی بریدونه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i140732-په_پاکستان_کې_د_پاراچنار_په_سیمې_مرګونی_بریدونه_شوي
د پاکستان په پارچنار شیعه میشتې سیمې باندې د فرقه پالو بریدونو په پایله کې له۲۲ زیات عام وګړي وژل شوي دي.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Oct 30, 2023 11:07 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د پاراچنار په سیمې مرګونی بریدونه شوي

د پاکستان په پارچنار شیعه میشتې سیمې باندې د فرقه پالو بریدونو په پایله کې له۲۲ زیات عام وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان په خیبر پختونخوا  ایالت کې د پاراچنار په ښار کې چي د افغانستان له سرحد سره نږدې دی، کلونه کیږي چي د فرقه پالو ډلو ټپلو د بریدونو سره مخ دی، او د دې سیمې شیعه خلګو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتې دي.

ایرنا د پاکستاني رسنیو په حواله لیکي: بریدونه د پاراچنار په ښار باندې د ۶ ورځو لپاره دوام درلوده چي په کښې ۵۰ نه زیات کسان وژل شوي دي، پاکستاني چارواکو دغه بریدونه د فرقه پالو له لورې بللې دي.

په پاراچنار کې له دغو نښتو سره سم، ګرځبندیز اعلان شوی، اینټرنیټ بند شوی او حتي د دې ښار د ۷۰ سلنه سیمو برق هم بند شوی دی. پاکستاني چارواکو اعلان کړی دی په پاراچنار کې اوربند برقراره شوی او د حکومت په مینځګړیتوب سوله شوې ده خو د ځایي سرچینو په حواله سوله نه ده شوې او د سیمې د مشرانو مشتمله امن جرګه ناکامه شوې ده.

په پاکستان کې د وحدت مسلمین د ګوند مشر پاراچنار پېښو ته په  اشارې سره ویلي دي چي دښمن د شیعه او سنی تر مینځ د اختلافاتو د رامینځ ته کولو په لټه کې دي، حکومت باید د دغو بریدونو لاملین ونیسي او سزا کړي.

د پاراچنار ښار د کرم ایجنسۍ مرکز او شیعه میشته سیمه ده چي په دې وروستیو کلونو کې د تکفیري فرقه پالو او ترهګرو ډلګیو د بریدونو قرباني شوې ده.