په پاکستان کې د غیر قانوني کډوالو نن وروستۍ ورځ ده
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو په زغرده وئیلی دي د غیرقانوني کډوالو د لازیات پاتیکیدا لپاره به نیټه هیڅکله هم تمدید نه کړي.امنیتی ځواک هم د مشکوکو کسانو په اړه میپینګ او جیو فینسنګ چارې ترسره کړي دي،البته خپل وطن ته تلونکي میلمانه د کوربتوب په باب مختلف نظرونه لري.
زمونږخبریال د دنیا نیوز له قوله راپور راکړ،په پاکستان کې د غیرقانوني دیره پناه غواړو د پاتیکیدا نن وروستۍ ورځ ده او قانون اجرا کونکو ادارو د قانونی اقداماتو لپاره درستې چارې بشپړ کړي دي.
په راپور کې وئيل شوي دي د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو په زغرده وئیلی دي د غیرقانوني کډوالو د لازیات پاتیکیدا لپاره به نیټه هیڅکله هم تمدید نه کړي.امنیتی ځواک هم د مشکوکو کسانو په اړه میپینګ او جیو فینسنګ چارې ترسره کړي دي،البته خپل وطن ته تلونکي میلمانه د کوربتوب په باب مختلف نظرونه لري.

د پاکستان موقتي داخله وزیر سرفراز بګټي په خبری ناستې کې ووئیل، چې د ویستنې مسئله یوازې د غیر قانوني کډوالو په اړه ده او د کوم خاص لوري په اړه نه ده ، پر مونږ هیڅ ډول بهرنی دباؤ نشته او په دې اړه نه هم کوم بهرنی دباؤ منو.په نړۍ کې هیڅ یو هیواد له ویزې او اقامت پرته هیچا ته د دیره کیدا اجازت نه ورکوي
هغه ووئيل، په اړونده مرکزونو کې بیرته ستنیدونکو کډوالو لپاره د خواړو او هرډول آسانتیاوې موجودې دي، البته بیا هم که څوک پاکستان ته راځي نو په ویزې سره دې راشي ورته هرکلی وایو خو نوره دغیرقانوني کډوالو لپاره ګنجایش نه لرو.

