په پآکستان کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی/ لاملونه او پایلې
د پاکستان د فوځ د عامه اړیکو څانګې اعلان وکړ چي د پنجاب ایالت په میانوالی ښار کې د دې هیواد د هوایي ځواک په اډې باندې یوه ترهګریز برید شنډ کړی چي په ترڅ کې درې بریدګر وژل شوي او نور ترهګر له سیمې تښتېدلي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په دغو نښتو کې ترهګرو یوه د سونګو ذخیره او درو الوتکو ته زیانونه اړولي دي، که څه هم په پآکستان کې تل ترهګریز بریدونه کیږي لیکن د تېرو دوو ورځو چاودنې او د پاکستان د هوایي ځواکونو په اډې باندې برید ته په کتو سره داسي ښکاري چي له دغه هیواده په زوره د افغان کډوالو د شړلو د پایلو په هکله د خبرداریو سره اړیکه درلودایشي. که څه هم د تحریک طالبان پاکستان ډلې په تېرو میاشتو کې خپل بریدونه زیات کړی دی، لیکن ممکنه ده چي د رامینځ ته شوی فضا په کارولو سره، د لا زیاتو ترهګریزو بریدونو د تر سره کولو لپاره هڅه وکړي، څو د افغانستان او پاکستان تر مینځ لانجمنې اړیکې نورې به هم ورانې شي.
د سیاسي چارو کارپوه احمد منصور خان په دې اړه وایي: په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو په زوره د افغان کډوالو د ایستلو او هغوی سره د زور زیاتی په هکله د پاکستان حکومت ته سختې خبرداری ورکړې دي. په دې خاطر په داسي یو حالاتو کې هره مخالفه ډله او د پاکستان دښمن کولایشي چي د پاکستان د فوځیانو په ضد په بریدونو سره، د افغانستان او پاکستان تر مینځ اړیکو کې سختې لانجې پیدا کړي، په داسي حال کې چي د تحریک طالبان پاکستان د دې کار لپاره کافي انګېزې څخه هم برخمن دی. ځکه چي د پاکستان سره دښمنې ډلې هم د دواړو هیوادونو تر مینځ په اختلافاتو کې خپله بقا لټوي. که څه هم لا تر اوسه هیڅ یوه ډله په رسمي توګه د پاکستان په هوایي اډې باندې د برید مسئولیت په غاړه نه ده اخیستې، لیکن داسي انګېړنې موجودې دې چي د جهاد پاکستان په نامه ټي ټي پي سره یوې اړوندې ډلې دا برید تر سره کړی دی.
د پاکستان د فوځ استخباراتي وړتیاو ته په کتو سره، په هوایي اډې باندې داسي یوه برید ډېر زیات قدرت ته ضرورت لري، چي دا د وړکو ډلو او ټپلو له وسه وتلې خبره ده، په دې خاطر ګومان کیږي چي ټي ټي پي د دغو بریدونو تر شا لاس لري. په هر صورت کې د پاکستان د هوایي ځواکونو په اډې باندې برید د دې هیواد فوځ د کمزوري ښودلو په هدف تر سره شوی دی، همدارنګه د جمعې په ورځ هم د بلوچستان په ایالت کې په فوځیانو باندې په برید کې ۱۴ پآکستاني فوځیان ووژل شول، چي دا د دې هیواد د عامه افکارو لپاره د منلو وړ نه ده.
د سیاسي چارو کارپوه مرتضی حیدر په دې اړه وایي: په پاکستان کې ترهګریز بریدونه چي په هر نیت او هرې موخې سره وشي، نه شي کولای د دې هیواد د فوځیانو د درنو مرګژوبلو توجیه وکړي، دا حالات ترهګرو ته د جنایاتو د دوام لپاره روحیه ورکوي.
دې ته په کتو سره، چي په تېرو اتو لسیزو کې تل د پاکستان فوځ له هندوستان سره په مقابله کې مخکښ پاته شوی او د سیمې تر ټولو په ځواکمنو فوځونو کې راځي، په دغه هیواد کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو دوام هیڅ یوه توجیه نه شي درلودای.
په پاکستان کې د ترهګرو د فعالیت لپاره د مناسبه فضا شتون او بیا د تاوتریخوالو له لارې د حکومت په پرېکړو اثر ګذاري د ترهګرو د لازیات سپین سترګیتوب لامل شوی دی.
که څه هم د پاکستان قبائلې سیمې د جغرافیې او قومي جوړښتونو له پلوه یوه داسي سیمه ده چي کنټرولول یې ګران دی، لیکن د ترهګرو د بریدونو په وړاندې د پاکستان د فوځ اسانه زیانمنېدل کولایشي په سیمه ایزو او نړیوالو چارو کې د پاکستان د حکومت په دریځونو او کړچارونو باندې ناوړه اثر وکړي. چي د سیمه ایزو او نړیوالو سیالانو په وړاندې د پآکستان د کمزورتیا لامل ګرځېدایشي او د دې هیواد په ګټه نه ده، په دې خاطر پاکستان ته دا مهم دی چي د سیمه ایزو همکاریو له لارې په ترهګرو باندې د فعالیت فضا بنده کړي او د پراختیایي پروګرامونو زمینه برابره کړي.