د اسرائیلو ایټمي ګواښ دنړۍ لپاره دخطرې ټلۍ کړنګولې ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141200-د_اسرائیلو_ایټمي_ګواښ_دنړۍ_لپاره_دخطرې_ټلۍ_کړنګولې_ده
د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې  دغزې تړانګې د اوسیدونکو په ضد له ایټمي وسلو څخه  د استفادې لپاره د یوه وحشي صهیونیسټي چارواکي  د ګواښ په محکومولو سره  دغه ګواښ د نړۍ لپاره د هوښیارکیدا ټلۍ کړنګولې ده.
(last modified 2023-11-08T03:06:44+00:00 )
Nov 08, 2023 06:41 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو ایټمي ګواښ دنړۍ لپاره دخطرې ټلۍ کړنګولې ده

د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې  دغزې تړانګې د اوسیدونکو په ضد له ایټمي وسلو څخه  د استفادې لپاره د یوه وحشي صهیونیسټي چارواکي  د ګواښ په محکومولو سره  دغه ګواښ د نړۍ لپاره د هوښیارکیدا ټلۍ کړنګولې ده.

د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاز زهرا بلوچ  پرون په یوې اعلامیې خپرولو س ره  د صهیونیسټي  کابینې د یوه وزیر ایټمي ګواښ  وحشتناک او لیونتوب وباله او وې و ئيل، مونږ دغه څرګندونې په سخته محکوموو.

میرمن زهرابلوچ  ووئيل، دصهیونیسټ رژيم  ګواښ  د نړیوالې ټولنې لپاره  دویښتیا یوه خطرناکه ټلۍ  حسابیږي او دغه شان اندیښمنونکي څرګندونې  د فلسطنیانو د نسل وژنې لپاره د وحشي اسرائيلو د سپیر نیّت ښودنه کوي.

د پاکستان دخارجه وزارت ویندوئې  دغه راز ووئيل،  پاکستان په سیمې کې د اسرائيلو دتیریو د پراختیا په بالقوه ګواښ  اندیښمن دی او مونږ  له نړیوالې ټولنې غوړو، چې دغه شان ‍ خبرې دې جدي وګڼي  ځکه چې د درستې سیمې د سولې، امنیت اوثبات د خرابولو ظرفیّت په ځان پسې  لري.  هغې ټينګار وکړ د اسرائيلي نیواکګرو نیّت  دفلسطنیانو له وژلو او دپه غزې کې د  قومي نسل له پاکونې پرته بل هیڅ  نه دی،نو ځکه  دا د نړیوالې ټولنې لپاره د جدي خطرې یوه ټلۍ  حسابیږي.

 د  وحشي صهیونیسټي رژيم  یوه وزیر  آمیخا الیهو تیره اونۍ  دغزې د اوسیدونکو په شد له ایټم بمه د م استفادې  خبره کړې   او  دغې سیمې ته ئې  د هرډول بشری مرستو  له واریدیدا سره  مخالفت کړی ؤ.