ایران د پاکستان لپاره یو مطمئن او امنه ګاونډئ دی
د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر د ایران اسلامی جمهوریت د دوو اړخیزو اقتصادی ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره یو مطمئن او امنه ګاونډی وباله.
د ایرنا د راپور په اساس، د پاکستان پخوانی داخله وزیر قمر زمان کایرا د چابهار بندر د پراختیا له موافقې سره د دغه هیواد له شاملیدا په هرکلی سره وویل: د پاکستان د ګوادر او د ایران د چابهار بندرونو پراختیا کولئ شی، په ګډه په سیمه کښې یو ستر اقتصادی او تجارتی بلاک رامینځته کړی.
زمان کایرا د ایرانی بندرونو پراختیا په آزاده توګه یا د نورو هیوادونو له ملګرتیا او پانګونې سره، د ایران قانونی حق وباله او زیاته یې کړه: د ایران پر ضد د نړیوالو بندیزونو په لغوه کیدو سره ، پاکستان له ایران سره د ملګرتیاوو د پراختیا په تیره بیا د ګیس د پائپ لاین منصوبې د ترسره کیدا غوښتونکئ دی.
د چابهار د ټرانزیټی بندر د پراختیا موافقه، د افغانستان له لیارې له مرکزی آسیا سره د هند تړاؤ او همداراز د سمندر له لیارې هند ته د افغانستان د لاس رسۍ د زمینې په برابرولو سره د سیمې د هیوادونو د تجارتی راکړو ورکړو په پراختیا کښې ډیر اهمیت لری او چابهار د سیمې د ټرانزټ، انرژۍ او تجارت پر مرکز بدلوی.