د پاکستان شخصیتونو د مسلمانانو په دریځ نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141514-د_پاکستان_شخصیتونو_د_مسلمانانو_په_دریځ_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان ډیرو سیاسي او مذهبي مشرانو د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په وړاندې د فلسطین د غزې له خلکو سره د مرستې لپاره د اسلامي ملګرتیا موسسې په کمزوري کړچار نیوکه وکړه.
(last modified 2023-11-13T20:58:55+00:00 )
Nov 14, 2023 00:51 Asia/Kabul
  • د پاکستان شخصیتونو د مسلمانانو په دریځ نیوکه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان ډیرو سیاسي او مذهبي مشرانو د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په وړاندې د فلسطین د غزې له خلکو سره د مرستې لپاره د اسلامي ملګرتیا موسسې په کمزوري کړچار نیوکه وکړه.

په داسې حال کښې چې د فلسطین په بدلونونو باندې د غور په هدف سره د اسلامي ملګرتیا موسسې ځانګړي غونډه په تیرې شنبې ورځ د عربستان په کوربه توب وشوه د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند یوه مهم مشر سناتور مشتاق احمد د ریاض د غونډې په هکله وویل د اسرائیلو پرضد د اسلامي هیوادونو د هیڅ ډول عملي اقدام له اعلانولو پرته د اسلامي ملګرتیا موسسې د غونډې پاې ته رسیدل د خواشیني وړ دي.

مشتاق احمد زیاته کړه: د اسلامي ملګرتیا موسسې غړي هیوادونه حتی ونه توانیدل چې د صهیونیسټ رژیم د تجارتي ، ډيپلوماټیک او اقتصادي بایکاټ په هکله موافقې ته ورسیږي.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند دغه مشر په دې خبرې سره چې ایران ، ترکیې او الجزایر د عربستان په غونډې کښې یوشمیر وړاندیزونه مطرح کړل ټینګار وکړ د اسرائیلو د وحشیانه یرغلونو پرضد د جامع اقدام لپاره نه موافقه او د نورو هیوادونو بې تفاوتۍ د دې خبرې بیانونکي ده چې د اسلامي ملګرتیا موسسه هم د غزې تړانګې د نسکوریدا تماشه کوي.

د جمعیت علماي اسلام پاکستان د فضل الرحمان څانګې مشر مولانا فضل الرحمان هم په مري ښار کښې د فلسطین د ملاتړ په غونډې کښې وویل اسلامي ملګرتیا موسسه باید د فلسطین د مسلې په هکله کمزوری دریځ ونه ښيي.