د تهران –ریاض اړیکې په سیمې کې د سولې په ګټه دي
د پاکستان ولمسشر عارف علوي پرون ناوخته په اسلام اباد کې د مسجدالحرام د جماعت له امام سره په کتنې کې د غزې د وروستیو حالاتو، له اسلامه د ویرونې د پروسې د اوج او د اسلامی نړۍ په وړاندې دنورو مشکلاتو او چیلنجونو په باب دنظر تبادله وکړّه.
ایرنا خبری اژآنس راپور ورکړ،د پاکستان ولسمشر له ګډو چیلنجونو سره د مقابلې لباره د مسلمانو ملتونو ترمینځ داتحاد او پیوستون په ضرورت په ټينګار سره ووئیل،دعربستان او دایران داسلامی جمهوریت داړیکو بیرته پیلیدا، سیمه ایزه سوله ، ثبات او دتجارت پیاوړتیا ډالۍ کوي.
د پاکستان د ولسمشرۍ مانۍ د اطلاعاتو ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلی دي،د پاکستان ولمسشر عارف علوي پرون ناوخته په اسلام اباد کې د مسجدالحرام د جماعت له امام سره په کتنې کې د غزې د وروستیو حالاتو، له اسلامه د ویرونې د پروسې د اوج او د اسلامی نړۍ په وړاندې دنورو مشکلاتو او چیلنجونو په باب دنظر تبادله وکړّه.
عارف علوي د فلسطین د ملاتړ او د قدس په پلازمینې د فلسطین دخپلواکه هیواد دجوړیدا لپاره د پاکستان د حکومت په پیاوړي ژمنتیاباندې په ټينګار سره زیاته کړه ، نړۍ باید د فلسطنیانو درد او کړاؤ درک کړي او د ماشومانو او ښځو پشمول دزرګونو بې ګناه انسانانو دقتل عام او داسرائيلو دنیواکګر رژيم د جنایتونو په دریدا کې دې خپل رول ولوبوي.
د پاکستان ولسمشر د ایران او عربستان د رسمي اړیکو په پیلیدا دخوښئ په ښودلو سره ووئيل، چې داړیکو دغه عادي کیدا په سمیې کې یو لوي پرمختګ دی چې په سیمې کې د تجارت پر لوړتیا سربیره ، په سیمې کې امنیت ،سوله او پراختیا هم ډالۍ کوي.
د مسجد الحرام د جماعت امام اصلح بن عبدا.. حمید هم په دغې کتنې کې ووئيل، چې په فلسطین کې د روان و جنایتونو اوتاؤتریخوالو دختمولو لپاره او د ډيپلوماټيکو او انسان دوستۍ د مرستو دپراختیا لپاره د اسلامی نړۍ ګډو هڅو ته اړتیا ده .