د پاکستان خارجه وزارت د افغانستان د سفارت سرپرست احضار کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i142300-د_پاکستان_خارجه_وزارت_د_افغانستان_د_سفارت_سرپرست_احضار_کړ
د پاکستان  خارجه وزارت  په هغه  څه باندې په اعتراض کې چې په دغه هیواد کې  د ځان مرګي حملو کې  د افغان ښاریزو ګډون بلل شوی د افغانستان دسفارت سرپرست احضار کړ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 29, 2023 01:16 Asia/Kabul
  • د پاکستان خارجه وزارت  د افغانستان د سفارت سرپرست احضار کړ

د پاکستان  خارجه وزارت  په هغه  څه باندې په اعتراض کې چې په دغه هیواد کې  د ځان مرګي حملو کې  د افغان ښاریزو ګډون بلل شوی د افغانستان دسفارت سرپرست احضار کړ.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، دپاکستان خارجه وزارت،  په اسلام اباد کې د افغانسان په سفارت کې دسرپرست په توګه د طالبانو نماینده احضار کړ او  له افغانستانه ئې په پاکستان کې د ترهه ګرو  حملو په پلانونې او په ځان مرګو حملو کې دافغان ښاریزو دګډون په باب د اسلام اباد سخت اعتراض  هغه ته وسپارۀ.

په اسلام اباد کې ډيپلوماټيکو  سرچینو رسنیو ته ووئيل، چې پاکستان د ټي ټي پي  د یوې سرغنې  حافظ ګل بهادر د ورسپارلو پشمول څلور مطالبې د افغانستان طالبانو ته وړاندې کړی دي  او ددغه هیواد په حدودو کې ئې د ترهه ګرو د کنټرولولو  غوښته کړې ده.ګل بهادر وړمه ورځ په پاکستان کې  د امنیتي ځواک په ضد دځانمرګي برید مسئولیّت په غاړه اخستی  دی.

د پاکستان رسندویو  وئیلي چې په دوشنبې ورځې  ځان مرګی برید شپاړسم  مورد دی چې  د افغانستاني ښاریزو په وسیله ترسره  شوی دی.

په همدې اساس د پاکستان حکومت په ګاونډيو هیوادونو باندې  دافغانستان  له حدودو  دترهه ګرو عناصرو داستفادې په باب  خپله ژوره اندیښنه مطرح کړې ده.

د پاکستان دپوځ ائي ایس پي آر   ادارې پرون په یوې اعلامیې کې و ئيلي دي چې په  دوشنبې ورځې په بنوښار کې  په ځان مرګي حملې کې  دوه عام کسان وژل شوي او د څو امنیتی مامورانو پشمول لس کسان پکې ټپیان شوي دي