د افغانستان طالبان باید ترهګر پاکستان ته وروسپاري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i142546-د_افغانستان_طالبان_باید_ترهګر_پاکستان_ته_وروسپاري
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو موقته وزیر جان اچکزي تور لګولی چې د افغانستان د طالبانو حکومت په پاکستان کښې په ترهګرو حملو کښې د لاس لرونکو عواملو چې د افغانستان خاوره استعمالوي اسلام اباد ته د ورسپارلو پرځاې دوه ګوڼي لوبه کوي او دغه موضوع جدي نه اخلي.
(last modified 2023-12-03T03:32:03+00:00 )
Dec 03, 2023 07:58 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبان باید ترهګر پاکستان ته وروسپاري

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو موقته وزیر جان اچکزي تور لګولی چې د افغانستان د طالبانو حکومت په پاکستان کښې په ترهګرو حملو کښې د لاس لرونکو عواملو چې د افغانستان خاوره استعمالوي اسلام اباد ته د ورسپارلو پرځاې دوه ګوڼي لوبه کوي او دغه موضوع جدي نه اخلي.

هغه پرون په کویټه کښې خبري کانفرنس ته په وینا کښې یادونه وکړه چې پاکستان بیا بیا دغه غوښتنه کړي ده چې د افغانستان د طالبانو حکومت دې هغه ټروریسټان چې اسلام اباد یې په کامل ثبوت سره فهرست طالبانو ته ورکړی دی پاکستان ته وروسپاري خو د طالبانو واکمنانو تراوسه په دې هکله کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.

جان اچکزي خبردار ورکړ چې پاکستان به د خپلو غوښتنو د منلو هڅه وکړي.

د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو موقته وزیر جان اچکزي وویل چې د  هیواد په بنو سیمه کښې په اوسني ترهګرو حملو کښې د افغانستان ښاریزو لاسونه لرل او له حملو کونکو څخه د افغانستان تذکرې کشف شوي دي.

هغه زیاته کړه د افغانستان کډوال له خپلو تذکرو او اسنادو سره یوځاې د پاکستان لپاره په امنیتي ګواښ بدل شوي دي او دوې به له پاکستانه وویستل شي.

جان اچکزي ټینګار وکړ چې دا د افغانستان د طالبانو د حکومت مسوولیت دی چې د هرې ډلې لخوا په پاکستان باندې د حملو لپاره د افغانستان د خاورې د  کارول کیدا مخه ونیسي.

د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو موقته وزیر جان اچکزي وویل د افغانستان هیڅ ښاریز ته به له پاسپورټ او ویزې پرته پاکستان ته د ورتلو اجازه ورنکړل شي.