Dec 07, 2023 14:26 Asia/Kabul
  •  د غیرقانوني کډوالو شتون د پاکستان د امنیت او معیشت لپاره جدې ګواښ دی

  د پاکستان د پوځ عمومي قوماندان د غیر قانوني بهرنیو کډوالو شتون د دغه هېواد د امنیت او معیشت پر ضد یو جدې ګواښ وبالۀ او ټينګار یې وکړ، له هېواده به یې د دغو کسانو د ویستلو بهیر دوام ومومي.

د پاکستان  د پوځ د عمومي قوماندان جنرال عاصم منیر څرګندونې د غیر قانوني بهرنیو ښاریزو د ویستلو د بهیر په باب چې  لازیات یې افغانان دي، په  داسې حال کې شوي دي چې د پاکستان حکومت له تیرې میاشتې څخه پر هغو بهرنیو وګړو چې په دغه هېواد کې په غیر قانوني او پټه توګه ژوند کوي دباوونه زیات کړي دي.

د وئیلو ده چې د تېرې میاشتې له مینځیو څخه خپل هېواد ته کابو پنځه لکه غیر قانوني پاتې کېدونکي افغان کډوال بیرته  ګرځېدلي دي، که څه هم د کابل واکوالان د افغان ښاریزو د ویستلو لپاره د خپل ګاونډي په فیصلې ډېر غوسه شوي دي.

ایرنا خبري آژانس راپور ورکړی، جنرال عاصم منیر په پيښور کې د دپوځي قوماندانانو او مسئولانو په ټول کې پخپلې وینا کې وويل، غیر قانوني بهرني وګړي په جدي توګه د پاکستان پر امنیت او اقتصاد اغیزې شیندي. البته قانوني کډوال په دغه بهیر کې نه شاملیږي.

جنرل زیاته کړې ده، د غیر قانوني کډوالو د بیرته ګرځولو لپاره د حکومت فیصله د پاکستان په ګټه شوې ده، نو ځکه غیر قانوني بهرني وګړي، د انساني احترام  او عظمت ته په پام سره د ټاکل شویو مقرراتو  په  اساس خپلو هېوادونو ته بیرته ګرځول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د طالبانو چارواکي وایي چې له پاکستانه د دغه هېواد د وګړو ویستل د ملي او نړیوالو قوانینو په خلاف دي.

ټیګونه