مسلمان ملتونه د فلسطین د مسلې لپاره متحد شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i142838-مسلمان_ملتونه_د_فلسطین_د_مسلې_لپاره_متحد_شي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان علماو د ایران د «خانه فرهنګ» په کوربه توب یوې غونډې کښې د فلسطین د مسلې د حل لپاره د مسلمانو ملتونو په اتحاد باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل باید د اقتصادي دباو له لارې د صهیونیسټ رژيم کار تمام کړو.
(last modified 2023-12-08T09:25:38+00:00 )
Dec 08, 2023 08:45 Asia/Kabul
  • مسلمان ملتونه د فلسطین د مسلې لپاره متحد شي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان علماو د ایران د «خانه فرهنګ» په کوربه توب یوې غونډې کښې د فلسطین د مسلې د حل لپاره د مسلمانو ملتونو په اتحاد باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل باید د اقتصادي دباو له لارې د صهیونیسټ رژيم کار تمام کړو.

د پاکستان یوشمیر مشهورو شیعه او سني علماو د سیند صوبې په کراچۍ ښار کښې د ایران د خانه فرهنګ په کوربه توب یوې غونډې کښې د اسرائیلو رژیم د جنایتونو د غندلو په ترڅ کښې له صهیونیسټ رژیم سره د اسلامي هیوادونو د اړیکو عادي کول وغندل او د فلسطین او د قدس د ازادۍ د ایډیل د ملاتړ په دوام یې  ټینګار وکړ.

د پاکستان علماو په دغه غونډې کښې په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژيم د وحشیانه یرغل د دوام په غندلو سره وویل د فلسطین د مسلې د حل لپاره یوازې  د خولې ملاتړ او د غونډو جوړول کافي نه دي باید د اقتصادي دباو ، د اسرائیلو د ملاتړو شرکتونو د جوړو شیانو د  بایکاټ کولو او د اسلامي حکومتونو د عملي اقداماتو له لارې د صهیونیسټ رژیم کار تمام کړو.

په کراچۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري اتاشي « سعید طالبي نیا» په دغه غونډې کښې صهیونیسټ رژیم یو اپارتائیډ او انسان ضده رژیم وباله او له دغه رژیم سره د پردې شاته هرډول اړیکې یې له انسانیت ، اسلام او مسلمانانو سره خیانت وباله.

طالبي نیا د غزې تړانګې بدلونونو ته په اشارې سره د فلسطین له خلکو څخه په ملاتړ کښې د پاکستان د ولسونو د حمایت او د غونډو د ترسره کولو او له اسرائیلو څخه د کرکې د څرګندولو غوښتنه وکړه.

اسرائیلو تراوسه د فلسطین څه د پاسه اولس زره(۱۷۰۰۰) بې ګناه خلک شهیدان کړي دي او شپږڅلویښت زره نور یې ژوبل کړي هم دي.

له اسرائیلو سره په دغه جنایت کښې امریکا، بریتانیه ، جرمني، فرانسه،  اسټرالیا، کاناډا ، متحده عربي امارات او نورو اروپايي هیوادونه مالي ، وسله والې او استخباراتي مرستې کوي.