امریکې ته د پاکستان د پوځ د قومندان سفر
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i143010-امریکې_ته_د_پاکستان_د_پوځ_د_قومندان_سفر
د پاکستان د پوځ قومندان د امریکې له پوځي او امنیتي چارواکو سره د کتنې لپاره دغه هیواد ته سفر وکړ. دا د پاکستان د پوځ د قومندانۍ له ترلاسه کولو وروسته امریکې ته د جنرال سید عاصم منیر وړومبنې سفر دی.
(last modified 2023-12-11T08:06:38+00:00 )
Dec 11, 2023 12:32 Asia/Kabul
  • امریکې ته د پاکستان د پوځ د قومندان سفر

د پاکستان د پوځ قومندان د امریکې له پوځي او امنیتي چارواکو سره د کتنې لپاره دغه هیواد ته سفر وکړ. دا د پاکستان د پوځ د قومندانۍ له ترلاسه کولو وروسته امریکې ته د جنرال سید عاصم منیر وړومبنې سفر دی.

د پاکستان د پوځ د اعلامیې له مخې جنرال منیر به د امریکا د پوځ او امنیتي قوماندانانو سره وویني او د دوه اړخیزو ګټو، دوه اړخیزو دفاعي او امنیتي همکاریو او د افغانستان په ګډون د سیمې پر پرمختګونو خبرې وکړي.

دا سفر له ډېرو اړخونو مهم ګڼل کېږي. تر ټولو لومړی عاصم منیر د پاکستان د پوځ او د امریکا د پوځ او حکومت ترمنځ د اړیکو د ښه کولو هڅه کوي. ځکه په دوو دورو کې د دواړو لورو اړیکې خرابې شوې او د پاکستان پوځ د امریکا د سیمه ییزو پلانونو په عملي کولو کې مرکزي رول لوبولی و. یو یې د روسانو له خوا د افغانستان د اشغال پر مهال وو، کله چې د پاکستان پوځ له ځینو افغان ډلو سره چې له سور پوځ سره په جګړه بوختې وې، د امریکايي پوځ او سي آی اې تر منځ د پله په توګه کار کاوه.

 پر افغانستان د امریکا برید، دوهم پړاو په ۲۰۰۱ کال کې هغه مهال و چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج بوش د پاکستاني پوځ د همکارۍ له امله پاکستان د امریکا غیر ناټو متحد اعلان کړ.

له دې امله چې د پاکستان په بهرني سیاست کې د افغانستان او کشمیر په نوم د دوو حساسو سیمو قضیه د پاکستان د پوځ په لاس کې ده، د دغو دوو سیمو په اړه د امریکا او پاکستان د ګټو د ټکر له امله د پاکستان د پوځ او امریکې ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او امریکې د پاکستان پوځ له امریکې سره په ملګرتیا کښې د دوه ګونې لوبې په لوبولو تورن کړ داشان چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال یې په پاکستان باندې مالي او پوځي مرستې بندې کړې

د سیاسي مسائلو کارپوه الفریډو په دې هکله وايي: "په یو ډول ویلای شو چې د پاکستان د پوځ ژوند او مرګ د امریکا په مرستو پورې تړلی دی، هغه سترې مرستې چې د افغانستان د نیواک پر مهال د امریکا له خوا افغان ډلو ته استول شوې وې او د پاکستان په پوځ  ویشل کیدې او د  پوځ د قوماندانانو لپاره یې سوکاله او لوکس  ژوند برابر کړی و.  له همدې امله د پاکستان پوځي قوماندانان له امریکايي پوځ سره د اړیکو بیا رغولو ته انتظار باسي، چې په افغانستان کې د امریکا او پاکستان د اهدافو او ګټو د ستراتیژیک ټکر له امله یو څه ستونزمن ښکاري.

عاصم منیر په داسې حال کې امریکا ته سفر کړی چې په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو ترسره کېدل نزدې دي. خو په دې لړ کې مهمه مسئله پاکستان ته د محمد نواز شریف ورستنېدل او په ټاکنو کې یې د ګډون او د لومړي وزیر کېدو امکان دی، چې د محکمې د پرېکړې له امله په دې برخه کې له قانوني خنډونو سره مخ دی. له همدې امله دا احتمال چې عاصم منیر به په امریکا کې د پاکستان د سیاسي پرمختګونو د راتلونکي په اړه خبرې وکړي له ذهنه لرې نه ده. ځکه تجربې ښودلې چې په پاکستان کې هیڅ سیاسي بدلون د پوځ له نظر او ګډون پرته نه راځي.

په افغانستان کې پرمختګونو ته په پام سره به د پاکستان د پوځ د قوماندان له خوا پر دوو مسایلو غور وشي. لومړی، امریکا پر پاکستان تور پورې کوي چې له افغان طالبانو سره د دوحې د هوکړې په عملي کولو کې خنډ دی، چې له امله یې، د امریکې په ادعا، د طالبانو له خوا د کابل د ناڅاپي نیول کیدو لامل شو او د دوحې د تړون د عملي کېدو مخه یې ونیوله.

دویمه مسله له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو ایستل دي چې په دې وروستیو اونیو کې یې په سیمه ییزه او نړیواله کچه جنجالونه راپورته کړي دي. په دې وجه داسې ښکاري چې عاصم منیر به له امریکا سره د اړیکو د نرمولو لپاره په افغانستان کې د پرمختګونو په تړاو د پاکستان د دریځ په اړه د امریکاسیاسي او پوځي چارواکو ته توضیحات ورکړي.

د نړیوالو مسایلو کارپوه عباس فیاض وايي:

"په افغانستان کې د امریکا او پاکستان د دریځونو همغږي د امریکا لپاره مهمه ده، سره له دې چې امریکا په افغانستان کې شتون نه لري، داسې ښکاري چې سپینه ماڼۍ په پوځي برخه کښې یا افغانستان ته ستنه شي او یا د پاکستان د پوځ په ملګرتیا وکړې شي د افغانستان امنیتي چارې د واشنګټن د امنیتي ګټو په لړ کښې کنټرول کړي.

*/*/*/*/*/

Abdul Majid Durrani