افغان طالبان دې د ترهګرو ډلو ځپلو لپاره عملي ګامونه واخلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i143210
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید د  ترهګرو ډلو پر وړاندې کوټلي ګامونه واخلي او د ټي ټي پي مشران پاکستان ته وسپاري.
(last modified 2023-12-16T10:25:49+00:00 )
Dec 15, 2023 12:56 Asia/Kabul
  • افغان طالبان دې د ترهګرو ډلو ځپلو لپاره عملي ګامونه واخلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید د  ترهګرو ډلو پر وړاندې کوټلي ګامونه واخلي او د ټي ټي پي مشران پاکستان ته وسپاري.

افغان طالبانو بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې په پاکستان کې بریدونه د افغانستان له خاورې نه ترسره کېږي او دوی پورې هېڅ اړه هم نه لري.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې پاکستان باید خپل امنیت په خپله ونیسي او هر څه په افغانستان پورې ونه تپي.

باید یادونه وشي چې درې ورځې وړاندې د پښتونخوا ډېره اسماعیل خان اړوند درابن سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګی برید وشو، چې له کبله یې له پنځوسو ډېرو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د یاد برید مسئولیت تحریک جهاد پاکستان ډلې منلی وو.