افغانستان د پاکستان او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i143212-افغانستان_د_پاکستان_او_نړۍ_د_امنیت_لپاره_ګواښ_دی
د پاکستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر مرتضی سولنګي ویلي، چې افغانستان د داعش او القاعده په څېر، د ترهګرو ډلو په پټنځای بدل شوی.
(last modified 2023-12-15T08:38:24+00:00 )
Dec 15, 2023 09:50 Asia/Kabul
  • افغانستان د پاکستان او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ دی

د پاکستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر مرتضی سولنګي ویلي، چې افغانستان د داعش او القاعده په څېر، د ترهګرو ډلو په پټنځای بدل شوی.

هغه خبرداری ورکړی، چې افغانستان نه یوازې د پاکستان؛ بلکې د نورو ګاونډیو او نړۍ هېوادونو امنیت ته په یو ګواښ بدل شوی دی.

ښاغلي سولنګي په یوې مرکه کې ویلي، چې د ترهګرو د ګواښ په اړه پاکستاني چارواکي له طالبانو سره په دوامداره توګه د خبرو په حال کې دي او هغوی ته یې ویلي، چې د دغه ګواښ پر وړاندې چلند د منلو نه دی.

پاکستان په وار، وار افغان طالبان تورن کړي، چې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې کوټلی ګام نه اخلي.

د تېرو دوو بریدونو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان طالبانو سفیر هم احضار کړی وو.