افغانستان د پاکستان او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ دی
Dec 15, 2023 09:50 Asia/Kabul
د پاکستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر مرتضی سولنګي ویلي، چې افغانستان د داعش او القاعده په څېر، د ترهګرو ډلو په پټنځای بدل شوی.
هغه خبرداری ورکړی، چې افغانستان نه یوازې د پاکستان؛ بلکې د نورو ګاونډیو او نړۍ هېوادونو امنیت ته په یو ګواښ بدل شوی دی.
ښاغلي سولنګي په یوې مرکه کې ویلي، چې د ترهګرو د ګواښ په اړه پاکستاني چارواکي له طالبانو سره په دوامداره توګه د خبرو په حال کې دي او هغوی ته یې ویلي، چې د دغه ګواښ پر وړاندې چلند د منلو نه دی.
پاکستان په وار، وار افغان طالبان تورن کړي، چې د ټيټيپي پر وړاندې کوټلی ګام نه اخلي.
د تېرو دوو بریدونو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان طالبانو سفیر هم احضار کړی وو.
ټیګونه