پاکستان په ډیورنډ کرښه کې د ډزو په تبادلې اندیښنه څرګنده کړه
د پاکستان حکومت په تورخم کې د افغان او پاکستانی ځواکونو ترمنځ د ډزو پر تبادلې ژوره اندېښنه څرګنده کړه او له افغانستانه یې وغوښتل چې په دې برخه کې تحقیقات وکړی.
د پاکستان حکومت په تورخم کې د افغان او پاکستانی ځواکونو ترمنځ د ډزو پر تبادلې ژوره اندېښنه څرګنده کړه او له افغانستانه یې وغوښتل چې په دې برخه کې تحقیقات وکړی.
د پاکستانی اسوشیتید پریس خبری اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د صدراعظم د ویاند دفتر وویل، د پاکستان حکومت د افغانستان د امنیتی ځواکونو د یکشنبې د ورځې د ډزو د راپورونو په تړاو د افغانستان پولې ته نژدې د خپلو پوځیانو د امنیت په اړه ژوره اندېښنه ښیی.
د پاکستان د صدراعظم ویندوی همداراز ویلی:«موږ دا بې موجبه حملې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په تاوان ګڼو او تمه لرو چې د افغانستان حکومت د پېښې په اړه فوری څېړنه وکړی.»
د پاکستان پوځ وایی چې پرون افغان ځواکونو په پاکستانیو عسکرو چې په پوله کې دکونډه تار په لګولو لګیا وو ډزې وکړې. او یو پاکستانی پوځی یې ژوبل کړ.
خو افغان امنیتی ځواکونه وایی چې پاکستانی پوځیانو پاروونکی حرکتونه وکړل او دوی یې اړ ایستل چې ځوابی اقدام وکړی.