په پاکستان کښې له ترهګرۍ سره مقابلې ماته خوړلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i14401-په_پاکستان_کښې_له_ترهګرۍ_سره_مقابلې_ماته_خوړلې_ده
د پاکستان د وحدت مسلمین ګوند غړی وویل: د شیعیانو هدفمنې وژلې کمې شوې نه دی او له ترهګرۍ سره د مبارزې ملې طرحه ناکامه شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2016 09:49 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې له ترهګرۍ سره مقابلې ماته خوړلې ده

د پاکستان د وحدت مسلمین ګوند غړی وویل: د شیعیانو هدفمنې وژلې کمې شوې نه دی او له ترهګرۍ سره د مبارزې ملې طرحه ناکامه شوې ده.

د فارس خبری آژانس د خبر له مخې په پاکستان کښې د شیعیانو په وژلې باندې په اعتراض کښې د دغه هیوادد مجلس وحدت مسلمین ګود د مشر علامه راجا ناصر جعفری د لوږتړ له دیرشو ورځو تیریدو وروسته هم دغه وژلې جاری دی.

علامه حسن ظفر نقوی وویل چې حکومت تراوسه د دوی هیڅ کومه غوښتنه نه ده منلې.

هغه زیاته کړه: مونږ یوازې د شیعیانو استازی نه یو بلکې د هغو څه باندې اویا زره کسانو دوسیه به هم تعقیب کړو چې په ترهګرو عملیاتو کښې وژل شوی دی.

علامه نقوی ټینګار وکړ چې نه یوازې شیعیان بلکې اهل سنت وروڼه او د نورو دینونو منونکی هم په ترهګرو عملیاتو کښې د بیګناه خلکو په وژلې باندې په اعتراض کښې د مجلس وحدت مسلمین ګوند د دریځونو ملاتړ کوی.