پاکستان د امریکې د ډزو خونړۍ پیښه وغندله
Jun 13, 2016 10:13 Asia/Kabul
د پاکستان وزیراعظم د امریکې په اورلینډو کښې د ډزو پیښه وغندله.
د شینهوا خبری آژانس د خبر له مخې نواز شریف وویل: دپاکستان د حکومت د مشر او د خلکو د استازی په توګه د امریکې د اورلینډو له خونړۍ حملې ژوره خواشینی څرګندوم. هغه دغه برید یو انسانیت ضده اقدام وباله.
نوازشریف همداشان دا ډول ترهګر اقدامات د افراط پالنې د سرطان یوه بله نمونه وګڼله او ویې ویل چې ورسره یې د مقابلې ژمنه کړې ده.
د امریکې په اورلینډو ایالت کښې د ډزو وروستۍ پیښه د امریکې د تاریخ ترټولې خونړۍ ډزې ګڼلې کیږی چې پکښې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوی او۵۳ زخمی شوی دی.