پاکستان هم په تورخم کښې شوې نښتې ته غبرګون ښودلی
Jun 13, 2016 11:04 Asia/Kabul
د پاکستان دفاع وزارت په تورخم سرحد کښې د نښتو په هکله اندیښنه څرګنده کړه.
ریډیو پاکستان نن خبر ورکړی چې ددغه هیواد دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کښې په تورخم سرحد کښېد پاکستانی او افغانی پوځیانو ترمینځ له نښتې د اندیښنې په ښودلو سره په پولو کښې د ټکاو د ټینګښت غوښتنه وکړه.
د پاکستان دفاع وزارت د دواړو هیوادونو ترمینځ د سرحدی امنیت د مدیرت په بااهمیته بللو سره څرګنده کړه چې د دغه هیواد امنیت د پولو د ثبات په برکت دی.
د پاکستان دفاع وزارت په تورخم پوله کښې د نښتو په هکله د فوری تحقیقاتو د کولو لپاره د افغانستان له حکومته د غوښتنې په ترڅ کښې زیاته کړه: دا ډول نښتې د دواړو هیوادونو په اړیکو باندې منفی اغیزه کولی شی.