په اسلام اباد کې دافغانستان سلایار خارجه وزارت ته احضار شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i14446-په_اسلام_اباد_کې_دافغانستان_سلایار_خارجه_وزارت_ته_احضار_شو
دپاکستان خارجه وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره په تورخم پولې کې په پرونیو نښتو کې افغان پوله ساتونکو دپاکستانیو پوله ساتونکو په لور په ډزو سره د وو عسکرو پشمول یولس عام کسان چې څو ښځې او ماشومان هم پکې ترسترګو کیږی سخت ټپیان کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2016 12:37 Asia/Kabul
  • په اسلام اباد کې دافغانستان سلایار خارجه وزارت ته  احضار شو

دپاکستان خارجه وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره په تورخم پولې کې په پرونیو نښتو کې افغان پوله ساتونکو دپاکستانیو پوله ساتونکو په لور په ډزو سره د وو عسکرو پشمول یولس عام کسان چې څو ښځې او ماشومان هم پکې ترسترګو کیږی سخت ټپیان کړی دی .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړی دپاکستان خارجه وزارت ته د افغانستان دشارډزافیّر په احضارولو سره هغه ته ویل شوی چې دافغان عسکرو له خوا پرونۍ بې دلیله ډزې د دواړو هیوادونو ترمینځ ددوستانه اړیکو له روح سره په تضاد کې دی . همداراز له افغانستانه غوښتل شوی دی څو په تورخم کې دتیرې ورځې دپیښو په باب دې دقیقې څیړنې وکړی او نتیجې دې دپاکستان له اړونده ادارو سره شریکې کړی

په عین حال کې دافغانستان د ملی وحدت دحکومت داجرائی شورا مشر عبدا... عبدا... هم نن دکابینې په غونډې کې دافغانستان دپوله ساتی ځواک دکړچار ستاینه کړې او ویلی ئې دی پوله ساتی ځواک دهیواد له ګټو په ښه ډول دفاع کړې او پاکستان له څو ساعته نښتو رووسته داووربند غوښتنه کړې او اوس د دواړو هیوادونو دپوله ساتی ځواک ترمینځ ډزې دریدلی دی.

ډاکټر عبدا.... ویلی دی ، پرونۍ پیښه هاله شوې چې پاکستانی پوله ساتی ځواک غوښتل له دنړیوالو قوانینو او مخکینیو موافقو په اپوټه له تورخم پولې سره نزدې تاسیسات جوړ کړی چې دافغان ځواک له جدی او په موقعې غبرګون سره مخ شول

دتورخم سرحدی لاره له تیرې یوې میاشتې راهسې دپاکستان افغانستان ترمینځ داختلافاتو دسختیدا او دامنیتی مسئلو د سختیدو په دلیل دپاکستان له خوا تړل شوی چې ددغې لارې دپرانیستلو لپاره په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمرزاخیلوال دپاکستان د پوځ له عمومی قوماندان جنرال راحیل شریف سر ه هم کتنه کړې وه .

خوبلاخره هم پرې شخړه جوړه شوه او دیو شمیر کسانو وینه پکې توی شوه

ډیری شناندی او کارپوهان وائی که افغانستان او پاکستان لوړپوړی چارواکی له زغم او صبر څخه کار و نخلی نو ممکنه ده دریمګړی دښمن ئې ورځینی ناوړه استفاده وکړی او ورورګلویزې اړیکې او سرحدی راشه دیرشه به نور هم ترینګلی کړی او په خړو او بو کې به مایان ونیسی