پاکستان له اردن څخه ایف-۱۶ ډوله الوتکې اخلی
د پاکستان مرستیال دفاع وزیر وویل چې له امریکې څخه د اتو ایف-۱۶ ډوله الوتکو د پیر د ناکامه کیدو وروسته د اسلام آباد حکومت دا الوتکې له اردنه اخلی.
ایکسپریس نیوز خبر ورکړی چې د پاکستان د دفاع وزیر مرستیال متقاعد جنرال عالم خټک وویل چې له امریکې څخه د ایف-۱۶ ډوله جنګی الوتکو د اخیستلو معامله له بندون سره مخ شوې ده او ټاکل شوې چې پاکستان دغه الوتکې له اردن هیواده واخلی.
هغه زیاته کړه: له اردن څخه د ایف-۱۶ ډوله الوتکو پیرل به هم د امریکې په خوښه او رضایت ترسره شی.
هغه څرګنده کړه چې پاکستان له روسیې سره هم دفاعی هوکړه لری او د دغه هیواد د پنځم نسل د جنګی الوتکو د اخیستلو په هکله سلامشورې کوی.
عالم خټک زیاته کړه چې پاکستان د جنګی الوتکو د پیرلو لپاره د فرانسې له چارواکو سره هم خبرې اترې کړې دی.
دا په داسې حال کښې دی چې د واشنګټن حکومت څه موده مخکښې د کانګرس په سخت مخالفت سره د حقانی ډلې خلاف د جدی عملیاتو نه کولو په وجه په پاکستان باندې پوځی مرستې بندې کړې او اسلام آباد هم پخپلو پیسو له امریکې د اتو ایف-۱۶ ډوله الوتکو د اخیستو خبره رد کړه.