د پاکستان قبایلی سیمې دې د خیبرپښتونخوا برخه وګرځی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i14485-د_پاکستان_قبایلی_سیمې_دې_د_خیبرپښتونخوا_برخه_وګرځی
د پاکستان د قبایلی سیمو د اصلاحاتو کمیټې د سیاسی، امنیتی ادارې او عدلی اصلاحاتو په موخه وړاندیز کړی چې د دغه هیواد اوه واړه قبایلی سیمې (ایجنسۍ) په خیبر پښتونخوا صوبه کښې شاملې کړی شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2016 01:49 Asia/Kabul
  • د پاکستان قبایلی سیمې دې د خیبرپښتونخوا برخه وګرځی

د پاکستان د قبایلی سیمو د اصلاحاتو کمیټې د سیاسی، امنیتی ادارې او عدلی اصلاحاتو په موخه وړاندیز کړی چې د دغه هیواد اوه واړه قبایلی سیمې (ایجنسۍ) په خیبر پښتونخوا صوبه کښې شاملې کړی شی.

تسنیم خبری آژانس لیکلی چې د پاکستان د وزیراعظم د خارجه چارو د سلاکار سرتاج عزیز په مشرۍ د دغه هیواد د قبایلی سیمو د اصلاحاتو کمیټې وړاندیز کړی دی چې اوه واړه قبایلی سیمې په راتلونکو پنځو کالو کښې د خیبر پښتونخواه صوبې برخه وګرځی.

دغې کمیټې د یادو سیمو د سیاسی، امنیتی، اداری او د محکمو د اصلاحاتو مسوده برابره کړې ده.

په دغه مسوده کښې د پاکستان په قبایلی سیمو کښې د کلونو کلونو جنګ او ناامنۍ ته په اشارې سره ټینګار شوی چې د دغو سیمو خلک حق لری چې د ښاریزتوب، سولې او امنیت حقونه ولری.