د چابهار او ګوادر بندرونو ترمنځ ارتباط رامنځته کیږی
د بهرنی سیاست په چارو کی د پاکستان د لمړی وزیر سلا کار، وویل: سیمه د زیات شمیر بندرونو د فعالیت ظرفیت لری، ځکه نو د چابهار بندر؛ د ګوادر لپاره خطر نه ګنل کیږی، او هڅه کوؤ په ریلې پټلیو سره، دغه دوه بندرونه له یو او بل سره ونښلوو.
له اسلام آباد څخه؛ د فارس خبری آژانس د راپور په اساس، په بهرنی سیاست کی د پاکستان د لمړی وزیر سلا کار، سرتاج عزیز، څرګنده کړه: اسلام آباد، د ریل پټلیو له لارې، د چابهار له بندر سره د ګوادر د نښلیدو وړاندیز مطرح کړئ دئ، او پدی زمینه کی، له تهران سره یو شمیر موافقو ته رسیدلی یو.
ده وویل: پاکستان، د ایران د نړیوالو بایکاټونو له ختمیدو وروسته، پخپل ټول توان سره هڅه کړې ده، چی له دغه هیواد سره اقتصادی اړیکی پراخې کړی، او په راتلونکی کی به هم، پدې زمینه کی له خپلو ټولو ظرفیتونو څخه، استفاده وکړو.