د پاکستان په بلوچستان صوبې کې ۹ ترهه ګر هلاک شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i145522-د_پاکستان_په_بلوچستان_صوبې_کې_۹_ترهه_ګر_هلاک_شول
د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې وئيل شوي دي،چې دغه هیواد په بلوچستان صوبې کې دعامو خلکو په یوې سیمې باندې د ترهه ګرو په حملې کې د جنایتکارو ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې نهه بیلتون غواړي ترهه ګر هلاک شوي او په دغو عملیاتو کې څلور پوځيان هم وژل شوي دي .
(last modified 2024-01-30T22:36:23+00:00 )
Jan 31, 2024 03:04 Asia/Kabul
  • د پاکستان په بلوچستان  صوبې کې  ۹ ترهه ګر هلاک شول

د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې وئيل شوي دي،چې دغه هیواد په بلوچستان صوبې کې دعامو خلکو په یوې سیمې باندې د ترهه ګرو په حملې کې د جنایتکارو ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې نهه بیلتون غواړي ترهه ګر هلاک شوي او په دغو عملیاتو کې څلور پوځيان هم وژل شوي دي .

ایرنا خبری آژانس راپورو رکړ،  د پاکستان د آئي ایس پي آر په اعلامیې کې  وئيل شوي دي ، پرون نن سهار وختي  د بلوچستان صوبې په مچ او کولپر سیمو باندې د ځان مرګو  حملو پشمول څو  ترهه ګرو حملې کړې وې چې د امنیتی ځوا ک په وسیله  اغیزشیندونکی غبرګون سره مخ شول .

په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوي دي ، د یرغلګرو او جنایتکارو عواملو په ضد به د  امنیتی ځواک  د عملیاتو بله مرحله هم زر پیل شي، په  عین حال کې  د درو ځان مرګو  بم چاودنو پشمول تر نن سهار وختي پورې  نهه ترهه ګر  هلاک شوي دي  او  ددغو عملیاتو په دوام کې څ لور امنیتی مامورانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې و ئيل شوي دي ، چې د پوځ او پولیسو او  امنیتی مامورانو اغیزشیندونکی غبرګون له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د دوي د بې آمانه کلک هوډ ګواهي ده .

داپه داسې حال کې دي چې په بلوچستان صوبې کې د پرونیو وروستیو   حملو پړه د دبي ایل اې  بیلتون غواړي ډلې په غاړه اخستې ده .