د افغانستان او پاکستان ترمېنځ تاوتریخوالے دوام لری
د پاکستان فوځ د تورخم پولې ته د ټېنکونو په شان درنو وسلو او جنګی سازوسامانونو په وړلو سره د پوله ایزو سیمو خلق امنه سیموته منتقل کړل.
د ډیلی اېکسپرېس د رپوټ له مخې د پاکستان فوځ د افغانستان د پوله ایزو پوستو هدف ګرځولو او په دغو سیمو باندې حملې ته اماده دے.
د افغانسان او پاکستان پوله ایزو ځواکونو ترمېنځ نښته هغه وخت شروع شوه چې پاکستان فوځیانو غوښتل د تورخم په پوله ایزه کرښه کښې یولړ تاسیسات جوړ کړی چې دافغانستان د پوله ایزو ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول.
د رپوټ له مخې د پاکستان فوځ باوری دے چې زیاتره وسله وال ترهه ګر د تورخم له پولې دغه هېواد ته داخلیږی نو ځکه پاکستانی فوځ په دغه پوله کښې د مخنیونکو اقداماتو نه بغېر څه چاره نه لری.
په دغه پوله ایزه نښته کښې د دواړو خواو د وژل شویو او زخمی شویو کسانو د شمېر په اړه متضاد خبرونه خپاره شوی دی.