طالبان دې په سمدستي ډول د ترهګرو ډلو پر وړاندې ګام واخلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i145628-طالبان_دې_په_سمدستي_ډول_د_ترهګرو_ډلو_پر_وړاندې_ګام_واخلي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي چې طالبان دې په سمدستي او اغېزناکه توګه د «ترهګرو ډلو» پر وړاندې اقدام وکړي.
(last modified 2024-02-01T21:10:43+00:00 )
Feb 02, 2024 01:38 Asia/Kabul
  • طالبان دې په سمدستي ډول د ترهګرو ډلو پر وړاندې ګام واخلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي چې طالبان دې په سمدستي او اغېزناکه توګه د «ترهګرو ډلو» پر وړاندې اقدام وکړي.

زهرا بلوڅ د سلواغې پر ۱۲مه په یوې خبري ناسته کې له طالبانو غوښتي چې د دغو ډلو مشران اسلام‌آباد ته وسپاري.

د نوموړې په خبره، پاکستان د ترهګرو ډلو په تړاو خپلې اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړې دي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوې دي.

پرون د بلوچستان په مرکز کوټه کې د یوې چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اکسپرېس ټربیون د راپور په حواله، د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي د دغه هېواد د ټاکنو د ترسراوي لپاره، د افغان طالبانو په مداخلې نااعلان شوي اوربند ته رسېدلي دي.