په پاکستان کښې پینځۀ ترهه ګرووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i14563-په_پاکستان_کښې_پینځۀ_ترهه_ګرووژل_شول
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د پاکستان د امنیتی ځواکونو او ترهه ګرو په مقابله کښې پینځه ترهه ګرو ووژل شول
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2016 12:35 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې پینځۀ ترهه ګرووژل شول

د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د پاکستان د امنیتی ځواکونو او ترهه ګرو په مقابله کښې پینځه ترهه ګرو ووژل شول

د سما چېنل د رپوټ له مخې بېګا د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کوئېټه کښې د دغه هېواد امنیتی ځواکونو په داسې حال کښې په ترهه ګرو ځواکونو حمله وکړه چې د ترهه ګرۍ د عملیاتو منصوبه یې جوړوله.

په دغه نښته کښې د پینځو ترهه ګرو له وژل کېدو نه علاوه یو شمېر وسلې او د ترهه ګرۍ نور سازسامانونه د پاکستانی امنیتی ځواکونو لاسو ته ورغلل.