د ترهګرو توان او قدرت ختم شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i14623-د_ترهګرو_توان_او_قدرت_ختم_شوی_دی
د پاکستان وزیراعظم وویل چې د ترهګرو قدرت له مینځه تللی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2016 09:31 Asia/Kabul
  • د ترهګرو توان او قدرت ختم شوی دی

د پاکستان وزیراعظم وویل چې د ترهګرو قدرت له مینځه تللی دی.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان وزیراعظم محمد نواز شریف دې ته په اشارې سره چې ضرب عضب عملیات په شمالی وزیرستان کښې د پاک پوځ لخوا د ترهګرو خلاف دوه کاله مخکښې پیل شوی دی، زیاته کړه چې د دغو عملیاتو له امله د ترهګرو قدرت مات شوی دی او هغوی به ډیر زر د تاریخ کندې ته ولویږی.

نواز شریف د ضرب عضب عملیاتو د دوه کلن کیدو په مناسبت خپل پیغام کښې وویل چې د دغو عملیاتو په کامیابۍ سره د پاکستان خلکو بلآخره د امنیت احساس وکړ.

د هغه په وینا، د ترهګرۍ خلاف دې دوه کلنو عملیاتو د سرشیندنې، شهادت او انسانی هوډ داسې داستان ثبت کړ چې تاریخ به یې یاد ساتی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف هم په دې هکله یو پیغام کښې ټینګار وکړ چې د ضرب عضب عملیاتو بریاوې به وساتلې شی.