Feb 29, 2024 05:01 Asia/Kabul
  • د پاکستان په شمالی وزیرستان کې په پاکونکو عملیاتو کې ۶خطرناک ترهه ګر هلاک شول

دپاکستان پوځ او حکومتی اورګانونه دغو ترهه ګرو ته په سزا ورکولو کې تر دې دمه پاتې راغلي دي او دغه ترهه ګر ولې نه سزا کیږي، یو لړ پوښتنې راپورته کوي.

زمونږخبریال د دنیانیوز له قوله راپور راکړ، د پاکستان د پوځ د عامو اړیکو ادارې ،آئي ایس پی آر په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د پاکستان امنیتی ځواک د خیبر پختونخواه صوبې په شمالی وزیرستان کې په یولړ پاکونکو عملیاتوکې له وسلوالو ترهه ګرو سره مخ شول چې په متقابلو ډزو کې ئې شپږ ترهه ګرهلاک کړي او یو شمیرنور هم په تښته بریالي شوي دي.

په اعلامیې کې وئيل شوي چې په دغو عملیاتو کې زیات شمیر وسله او چاودیدونکي توکي  او مهمات هم ترګوتو شوي دي.په دغو عملیاتو کې هلاک شوي ترهه ګر په ټارګټ کلنګ، برمته ګړئ ،کلنګ اخستو  او نورو ترهه ګرو  پيښو کې په ګډون تورن وو.

په دا وروستیو کې د پاکستان په مختلفو سیمو په تیره بیا په کی پی کې  او بلوچستان صوبو کې د ترهه ګرو او دهغوي د آسانتیاؤ رامینځةکونکو  په  خلاف د امنیتی ځواک په عملیاتو کې په لسګونو ترهه ګر هلاک او دغه راز یو شمیر نور هم نیول شوي دي، البته د پاکستان پوځ او حکومتی اورګانونه دغو ترهه ګرو ته  په سزا ورکولو کې تر دې دمه پاتې راغلي دي او دغه ترهه ګر ولې نه سزا کیږي، یو لړ پوښتنې راپورته کوي.

 

ټیګونه