په پاکستان کښې له انتخاباتو وروسته د نوي پارلمان د کار پیلیدل:-
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i147008
د پاکستان شپاړسم ملي پارلمان د درې سوه دوه (۳۰۲) نویو استازیو په لوړه کولو سره خپل کار پیل کړ او د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې غړی ایاز صادق د یوسل نهه نوي رایو په ترلاسه کولو سره د دریم ځل لپاره د پاکستان د ملي پارلمان یعني د نیشنل اسمبلۍ د مشر په توګه وټاکل شو.
(last modified 2024-03-02T10:20:05+00:00 )
Mar 02, 2024 14:45 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې له انتخاباتو وروسته د نوي پارلمان د کار پیلیدل:-

د پاکستان شپاړسم ملي پارلمان د درې سوه دوه (۳۰۲) نویو استازیو په لوړه کولو سره خپل کار پیل کړ او د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې غړی ایاز صادق د یوسل نهه نوي رایو په ترلاسه کولو سره د دریم ځل لپاره د پاکستان د ملي پارلمان یعني د نیشنل اسمبلۍ د مشر په توګه وټاکل شو.

په پاکستان کښې د واک په سوله ئیز ډول انتقالول د هیواد د سیاسي قدرت او د اقتدار د پیاوړتیا او په هیواد کښې د سیاسي ګوندونو د واک منلو ته د  پوځ د ژمنیا ښودنه کوي.

ځکه چې په نولس سوه اوه څلویښتم میلادي کال کښې له خپلواکۍ راهسې د پاکستان د بدلونونو تاریخ تل په واک کښې د پوځ د لاسوهنې او د ګډون ښودنه کوي.

د پاکستان د شپاړسم پړاو پارلمان په داسې حال کښې خپل کار پیل کړ چې اوس هم د انتخاباتو په نتیجو باندې د عمران خان د تحریک انصاف په شمول د سیاسي ګوندونو اعتراضونه او اختلافات هماغه راز دوام لري خو سره له دې ټولو سیاسي ګوندونو ومنله چې له یوبل سره په  ائتلاف او ملګرتیا کولو سره د ائتلاف د راتلونکي حکومت او د پارلمان د جوړولو لپاره ملګرتیا وکړي.

د پاکستان د مسائیلو کارپیژاند «علي جمالي» په دې هکله وايي : د پارلمان  د فعالیتونو په دغه پړاو کښې د سیاسي ګوندونو ترمینځ ښه ملګرتیا لیدل کیږي.

که څه هم د پاکستان  د انتخاباتو په نتیجو باندې اعتراضونه کیدل خو د سیاسي ګوندونو د ملګرتیا څرنګوالی او د ائتلاف لپاره هڅه په تر ټولو کم تاوتریخوالي او اختلاف سره ترسره شوه او مسلم لیګ نواز شریف څانګه او پیپلز ګوندونه له بل هر وخت څخه زیات د پاکستان د سیاسي بدلونونو د واقعیتونو دغه درک ته رسیدلي دي چې باید ملګرتیا د تخریبي سیالۍ ځاې ناستی کړي.»

د پاکستان د پارلمان د کار په پیلیدا سره حاضر سیاسي ګوندونه د حکومت جوړیدا ته چمتو کیږي او د پیپلز ګوند او د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې د  موافقې پراساس به  شهباز شریف د لومړي وزارت د څوکۍ لپاره معرفي شي البته تحریک انصاف ګوند چې استازیو یې د ازادو کاندیدانو په توګه د پرلمان تر ټولو زیاتې څوکې ګټلي دي ایوب خان به د لومړي وزارت د څوکۍ لپاره خپل کاندید معرفي کړي.

خو هغه شمیر رایې چې ایاز صادق د ملي پارلمان د مشرۍ د ترلاسه کولو لپاره د تحریک انصاف له استازي سره په سیالۍ کښې د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې د استازي په توګه  د څه د پاسه یوسل څوکیو په اختلاف سره لاس ته راوړي دي  وښودله چې شهباز شریف د لومړي وزارت د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره کوم مشکل نلري.

له دې کبله دې ته په پام سره چې د پاکستان د پیپلز ګوند او د نوازشریف د مسلم لیګ څانګې د موافقې پراساس ټاکل شوي ده چې اصف علي زرداري د پاکستان د ولسمشرۍ د  کاندید په توګه پارلمان ته معرفي شي.

ویلی شو چې واک کاملا د پیپلز ګوند او د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې ترمینځ ویشل شوی دی او د پاکستان له پخواني حکومت سره په پرتله کښې چې شهباز شریف لومړی وزیر و په پاکستان کښې د قدرت په عناصرو او سیاسي سویه کښې به کوم خاص بدلون رانشي.

سره له دې په پاکستان کښې په سوله ئیز ډول د واک انتقالیدل او د سیاسي ګوندونو له  تاوتریخوالي پرته ملګرتیا د دغه هیواد لپاره مهم سیاسي بریالیتوب ګڼل کیږي.

دغه حالت کولای شي د پاکستان د نړیوالو او د  سیمه ئیزو داخلي مشکلاتو د حل لپاره یو د خوښې وړ لرلید انځور کړي.

ځکه چې پاکستان همدا اوس د افغانستان د طالبانو په ارتباط له یوشمیر چیلنجونو سره مخامخ شوی دی کوم چې په پارلمان کښې د حاضرو سیاسي ګوندونو جدي فیصلې او ملګرتیا ته ضرورت لري.

د پاکستان د پارلمان د سیاسي ګوندونو جوړښت او هغه ته سیمه ئیزې مثبتې کتنې ته په پام سره دغه هیله شته چې د پارلمان د کار په پیلیدا او د حکومت په جوړیدا سره سیمه ئیز شرایط له مخکې څخه زیات د تاوتریخوالي د ختمیدا او د مګلرتیا په لور  حرکت وکړي.