د پاکستان پيښور کې ترهه ګرو بیا دوه پولیس ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i147564-د_پاکستان_پيښور_کې_ترهه_ګرو_بیا_دوه_پولیس_ووژل
په پاکستان کې له عامو انتخاباتو او د نوي حکومت له واک ته رسیدا وروسته په پیښور کې پر پولیسو دا لومړنۍ ترهه ګره حمله ده او ترهه ګرو یو ځل بیا سر راپورته کړی او داسې کومه ورځ نشته چې ترهه ګر خپل لاسونه د عامو خلکو په وینو ککړ نه کړي، چې البته بیا هم له سزاګانو بچ پاتې کیږي.
(last modified 2024-03-12T22:22:31+00:00 )
Mar 13, 2024 02:49 Asia/Kabul
  • د پاکستان پيښور کې ترهه ګرو بیا  دوه پولیس ووژل

په پاکستان کې له عامو انتخاباتو او د نوي حکومت له واک ته رسیدا وروسته په پیښور کې پر پولیسو دا لومړنۍ ترهه ګره حمله ده او ترهه ګرو یو ځل بیا سر راپورته کړی او داسې کومه ورځ نشته چې ترهه ګر خپل لاسونه د عامو خلکو په وینو ککړ نه کړي، چې البته بیا هم له سزاګانو بچ پاتې کیږي.

زمونږخبریال راپور راکړ،د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې د پولیسو په یوه ګاډي د ترهه ګرو په حملې کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل هم سخت ټپی شوی دی.

په راپور کې وئيل شوي دي ، دپولیسو ګاډي  د پيښور  په مچني  ګیټ سیمې کې  ګزمه کوله چې په موتر سائيکل سوارو دوو ترهه ګرو  له  برید سره مخ شول.

 د خیبر پختونخواه صوبې اعلی وزیر علی امین ګنډاپور  ددغې ترهه ګرې حملې په محکومولو سره د ترهه ګرو  جنایتکارو پر معلومولو او سزا کولو ټینګار کړی دی.

داپه داسې حال کې دي چې  په پاکستان کې له عامو انتخاباتو او د نوي حکومت له واک ته رسیدا وروسته په پیښور کې پر پولیسو دا لومړنۍ ترهه ګره حمله ده او ترهه ګرو یو ځل بیا سر راپورته کړی  او داسې کومه ورځ نشته چې  ترهه ګر خپل لاسونه د  عامو خلکو په وینو ککړ نه کړي،  چې البته بیا هم له سزاګانو بچ پاتې کیږي.