هیڅوک به له ویزې پرته د تورخم له پولې راتیر نشی
هیڅوک به له ویزې پرته د تورخم له پولې راتیر نشی
زمونږ خبریال د پاکستان د پوځ د عمومی اړیکو له قوله راپور راکړه:
دپاکستان د پوځ ویاندوی جنرال عاصم سلیم باجوه د خبریالانو په غونډه کښې وویل چې له دې وروسته به هیڅوک له ویزې پرته د تورخم له پولې راتیر نشی. د هغه په وینا، د پاکستان حکومت او پوځ په ګډه دغه فیصله کړې ده چې د پولې مدیریت ډیر ضروری دی او دغه فیصله به په هر حال اجرا شی او دغه کار له پولې څخه د ترهګرو د ازادانه تګ راتګ د مخنیوی لپاره کیږی.
د پاکستان د پوځ ویاندوی همداراز د دغه هیواد د پوځ د عملیاتو دوه کاله پورا کیدو ته په اشارې سره چې د ضرب عزب په نوم په وزیرستان کښې پیل شوی وو، وویل: د دغو عملیاتو له امله د ترهګرۍ جرړه ایستل شوې ده او په دغه سیمه کښې واکمنی بیرته ترلاسه شوی ده.
په دغو عملیاتو کښې تر اوسه د پاکستان پینځه سوه پوځیان او له ترهګرو درې زره پینځه سوه کسان وژل شوی دی.
هغه په کراچۍ ښار کښې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ته په اشارې سره هم وویل چې په دغو عملیاتو کښې دولس سوه ترهګر وژل شوی یا نیول شوی دی او شپږ سوه شپږ شپیته هغه کسان چې هدفمنې وژلې به یې ترسره کولې، هم ونیول شول.
دا چې په حقیقت کښې د پوځ عملیات مثبتې پایلې لری یا نه، زمونږ پښتو راډیو د افغانستان د ملی جرګې پخوانۍ غړې او د عوامی نیشنل ګوند د مرکزی شورا غړې د میرمن بشری ګوهر نظر وپوښته چې په ځواب کښې یې وویل: ترهګر په ترهګرۍ کښې د اوزازونو په شان متبادل لری. د اوزارو له ختمولو سره ترهګری له مینځه نه ځی او باید هغه تفکر چې د پاکستان پر ځینو استخباراتی ارګانونو واکم دی او ترهګر استراتیژیکه وسله ګڼی، له مینځه یوړل شی.