Mar 20, 2024 14:02 Asia/Kabul
  • د افغانستان ځینې ښاریز د پاکستان په پوځ کښې وو

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړي ده چې په پاکستان کښې وسیدونکي افغان ښاریز توانیدلي دي چې په پوځ کښې وګومارل شي او یو افغان حتی د پاکستان په پوځ کښې د کپتان څوکۍ ته هم رسیدلی دی او اوس دغه افغان ښاریز د پاکستان له پوځ څخه ایستل شوی دی

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف دغه خبره له ډان نیوز ورځپاڼې سره په یوې مرکې کښې کړي ده.

هغه وویل د نوازشریف د مسلم لیګ څانګې په  تیر حکومت کښې زما د دفاع وزارت په وخت کښې ما د پاکستان په پوځ کښې د افغانستان د ښاریزو د لیرې کولو دوسیې لاسلیک کړي وې.

خواجه اصف وویل  د پاکستان په پوځ کښې د افغانستان په لیرو کړی شویو عسکرو کښې یو د پوځ کپتان او بل هم لیفټینټ و.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل د افغانستان د پوځي افسر پلار  یو لیک لیکلی و او ادعا یې کړي وه چې که څه هم زه افغان یم او له کلونو کلونو راهسې په پاکستان کښې وسیږم او په کویټه کښې کاروبار او جایداد لرم.

هغه وویل په ټوله دنیا کښې له ګاونډیو هیوادونو سره سرحدونه سپیڅلتیا لري خو ډیورینډ کرښه هیڅ سپیڅلتیا نلري.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وویل هر یو کس پاکستان ته راتللی شي کلونه کلونه وسیدلی او تذکره ترلاسه کولای شي او حتی په پوځ کښې ګومارل کیدلای شي.

هغه وویل پاکستان له افغانستان سره هماغه سرحدي پروټوکول غواړي چې اسلام اباد یې له هندوستان سره لري.

 

ټیګونه