پاکستان د افغانستان له سرحد څخه ترهګرۍ نشي زغملای
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن په اسلام اباد کښې فیډرل اپیکس کمیټۍ ته په وینا کښې وویل مونږ به تر هیڅ شرایطو لاندې د افغانستان له خاورې څخه ترهګرۍ ونه زغمو.
هغه وویل له بده مرغه ترهګرۍ بیا سر راپورته کړی دی او حقیقت دا دی چې د پاکستان د پوځیانو له ډیرو قربانیو او د زیاتو پیسو له خرچ کیدا سره زمونږ شهیدان او جنګیالي د ترهګرۍ د ختمولو لپاره خپل ژوند په خطرونو کښې اچوي.
شهباز شریف وویل په شمال وزیرستان کښې د پوځ د درویشت کلن کپتان پلار« احمد بدر» ما ته وویل لومړي وزیره د ترهګرۍ جرړه باید وویستل شي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل ما هم احمد بدر ته وویل مونږ نور ترهګرۍ نشو زغملای او د پاکستان سرحدونه د ترهګرۍ پرضد سرې کرښې دي.
هغه وویل مونږ له خپلو وروڼو ګاونډیانو سره په ډیر سوله ئیز چاپیریال کښې ژوند کول غواړو ، چې ورسره تجارت وکړو ، سوداګري وکړو او خپلې اړیکې سره پراخې کړو خو که چیرې له بده مرغه د ګاونډي هیواد ځمکه د ترهګرۍ لپاره کارول کیږي نو دا د نه زغملو وړ چاره ده.