Mar 20, 2024 17:43 Asia/Kabul
  • د پاکستان په ګوادر بندر کښې برید شوی

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان امنیتي ځواکونو د بلوچستان لیبریشن ارمي په نوم د ترهګرې ډلې لخوا د ګوادر بند په ودانۍ باندې د حملې هڅه ناکامه کړي ده او اته ټروریسټان یې وژلي دي.

خبري سرچینې وايي یوشمیر ترهګرو د ګوادر بندر ودانۍ ته د ننوتلو هڅه کوله چې حکومتي عسکرو یې مخه ونیوله.

د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا په ځوابي حمله کښې د بلوچستان لیبریشن ارمي ډلې اته غړي ووژل شول.

بلې خوا پولیسو وویل چې د ګوادر بندر په ودانۍ نامعلومو کسان ډزې هم کړي دي او زیاته یې کړي ده چې له ډزو  مخکې یوه چاودنه هم شوي وه.

خو عیني کتونکو وویل چې په ودانۍ کښې له ډزو وروسته د بم چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

د ویلو ده چې د ګوادر بندر په ودانۍ کښې د پاسپورټ دفتر ، د انتخاباتو د کمیسیون په شمول د نورو حکومتي ادارو دفترونه شته.

د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې دغه پیښه په داسې حال کښې شوي ده چې پرون د افغانستان او د پاکستان د پوځیانو ترمینځ په سرحدونو کښې سخت جنګونه شوي وو.

د پاکستان هوايي ځواک پرون د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کښې د حافظ ګل بهادر ترهګرې ډلې په پټنځایونو باندې بریدونو سره اته ټروریسټان هلاک کړي وو.

پاکستان وايي چې په هیواد کښې زیاتې حملې د افغانستان په خاوره کښې پلانیږي او طالبانو د پاکستان تحریک طالبان ډلې ته د فعالیتونو  پوره اجازه ورکړي ده او دغه ډله په افغانستان کښې د ترهګرې د روزنې مرکزونه لري.

د پاکستان یوه مهم چارواکي اصف دراني هم وړمه ورځ ویلي وو چې په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان اوه زره ټروریسټان له خپلو کورنیو سره چې شمیر یې اویا زرو ته رسیږي ژوند کوي.

Image Caption

 

 

ټیګونه