په کشمیر کښې نښته کښې پنځه کسان وژل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i14821-په_کشمیر_کښې_نښته_کښې_پنځه_کسان_وژل_شوی_دی
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د پوځ او نامعلومو کسانو ترمینځ نښته کښې پنځه کسان ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 16, 2016 15:43 Asia/Kabul
  • په کشمیر کښې نښته کښې پنځه کسان وژل شوی دی

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د پوځ او نامعلومو کسانو ترمینځ نښته کښې پنځه کسان ووژل شول.

د ایرنا د خبر له مخې د هندوستان یو پوځی چارواکی وویل: په جمو او کشمیر کښې د امنیتی ځواکونو او نامعلومو کسانو ترمینځ نښته د یو امنیتی ځواک او څلورو بریدګرو په وژل کیدو ختمه شوه.

دغه نښته نن هغه مهال پیل شوه چې یوشمیر نامعلومو کسانو د پاکستان له خاورې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر ته د اوړیدو هڅه کوله.

هندوستان ادعا کوی چې دغه کسان چې د پاکستان په مرسته د هندوستان خاورې ته نفوذ کوی د امنیت د خرابولو او په ځائی خلکو کښې د نارضایتۍ د رامینځته کولو نیت لری.