ّپه پاکستان کښې د داعش ۱۷ غړی نیول شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i14893-ّپه_پاکستان_کښې_د_داعش_۱۷_غړی_نیول_شوی_دی
د پاکستان امنیتی سرچینو د هیواد په مختلفو سیمو کښې د داعش ترهګرې ډلې لپاره په فعالیت د شکمنو ۱۷ کسانو د نیولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2016 11:05 Asia/Kabul
  • ّپه پاکستان کښې د داعش ۱۷ غړی نیول شوی دی

د پاکستان امنیتی سرچینو د هیواد په مختلفو سیمو کښې د داعش ترهګرې ډلې لپاره په فعالیت د شکمنو ۱۷ کسانو د نیولو خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې دغه کسان په لاهور، کراچۍ، نوښار، سرګودها او ډیره اسماعیل خان ښارونو کښې نیول شوی او ورڅخه تفتیش پیل شوی دی.

د پاکستان د حکومت د اطلاعاتی ادارې مشر آفتاب سلطان کابو دوه میاشتې مخکښې ویلی وو چې د دغه هیواد په سل هاو کسان په داعش ترهګره ډله کښې د شاملیدو لپاره سوریې ته تللی دی.

هغه ټینګار وکړ چې داعش د پاکستان لپاره یو جدی ګواښ دی او د لشګر جهنګوی او سپاه صحابه په شمول ځینې ترهګرې ډلې په پاکستان کښې د داعش لپاره په یوې اډانې بدلې شوې دی او له دغې ډلې سره تړاو لری.