پاکستان پیپلز پارټۍ د نواز شریف په حکومت نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i14908-پاکستان_پیپلز_پارټۍ_د_نواز_شریف_په_حکومت_نیوکه_وکړه
د پاکستان پیپلز پارټۍ د هیواد د خارجه وزیر د نه معرفی کیدو په وجه د نواز شریف په حکومت نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2016 11:50 Asia/Kabul
  • پاکستان پیپلز پارټۍ د نواز شریف په حکومت نیوکه وکړه

د پاکستان پیپلز پارټۍ د هیواد د خارجه وزیر د نه معرفی کیدو په وجه د نواز شریف په حکومت نیوکه وکړه.

د پاکستان په پارلیمان کښې د پیپلز پارټۍ استازې د خپل هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په نه معرفی کیدو باندې په سختې نیوکې سره وویل چې دا کار سبب شوی څو د اسلام آباد د حکومت بهرنی سیاست له ډیرو ستونزو سره مخامخیږی.

تسنیم خبری آژانس لیکلی چې په قومی اسمبلۍ کښې د پاکستان د پیپلز ګوند استازې شازه مری وویل: په روانو سختو حالاتو کښې د پاکستان بهرنی سیاست له ډیرو ستونزو سره مخامخ دی. هغې زیاته کړه چې د پاکستان اوسنی حالات ډیر پیچلی دی.

د پاکستان روان حکومت چې په۲۰۱۳ کال کښې جوړ شوی دی تراوسه د بهرنیو چارو وزیر نه لری او د دې وزارتخانې مسئولیت هم په بهرنیو چارو کښې د وزیراعظم د سلاکار سرتاج عزیز په غاړه دی.