د تورخم پوله ایزه لاره د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه
د پاکستانی رسنیو د اعلان له مخې د پاکستان او افغاانستان ترمېنځ د تورخم پوله ایزه لار چې شپږ ورځې مخکې تړل شوې وه نن سهار خلاصه شوه.
د پاکستان جنګ ورځپاڼې د خپلې انټرنېټی صفحې په تازه خبرونو کښې د پاکستان د چارواکو له قوله ولیکل، د پاکستان او افغانستان ترمېنځ د تورخم پوله ایزه لاره له شپږو ورځو تړل کېدو وروسته د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه. او په سیمه کښې د پاکستانی چارواکو لخوا لګول شوې کرفیو هم پورته کړې شوه. ورځپاڼې زیاته کړه چې شپږ ورځې مخکې په داسې حال کښې چې پاکستانی ځواکونو د تورخم په پوله ایزه سیمه کښې دروازه لګول غوښتل د افغان ځواکونو لخوا پرې ډزې وشوې چې د دواړو خوا تر مېنځ د نښتې په رامنځته کېدو سره دغه لاره وتړلې شوه. د ورخپاڼې د لیکنې له مخې په دغه نښته کې د ځینو لوړ رتبه فوځی افسرانو په شمول له دواړو خواو یو شمېر ځواکونه مړۀ یا ژوبل شول.
----