ایران د پاکستان د ناملموس میراث د ساتلو هڅه کوي
(last modified Wed, 26 Jun 2024 00:26:18 GMT )
Jun 26, 2024 04:56 Asia/Kabul
  • ایران د پاکستان د ناملموس میراث د ساتلو هڅه کوي

پارس ټوډې -  د تهران د ناملموس میراث مرکز،د ناملموس کلتوري میراث  دساتنې په حوزې کې د یونیسکو د 2003  کنونشن  د اغیزشیندونکي اجرا په زمینې کې  د پاکستان لپاره د ظرفیّت جوړونې یو ورکشاپ ترسره کوي.

د پاکستان لپاهر د تهران د ناملموس میرث د مرکز   دظرفیّت جوړونې  ورکشاپ  چې د  چنګاښ په څلورمه پیل شوی او تر اتمې نیټې پورې  په دوام ولري،  د پاکستان د فولکلوری  او دودیز میراث(لوک ویرسا) ملی موسیسې  ، د یونیسکو –پاکستان  د ملی کمیشن  او کلتور  او د روزنې او زده کړې وزارت  سره په نزدې ملګرتیا کې ترسره شوی دی.

پارس ټودې  خبری آژانس راپور ورکړی، په دغه ورکشاپ کې  دناملموس کلتوری میراث متخصصان او غوره سیاست جوړونکي  سره غونډ شوي دي .

ددغه ورکشاپ  په پرانیستونکو دستورو کې چې  د پاکستان د لوړپوړو حکومتي او کلتوري چارواکو په شتون سره ترسره شو ، د تهران دناملموس میراث د مرکز مشر آتوسامومني ، پخپلې وینا کې  د  مرکز موخې او رسالتونه بیان کړل  او   د ژوندي میراث پر رول او  او د پرمختګ او سولې د پیاوړتیا لپاره ئې د ملتونو ترمینځ  د پيوستون او د وفاق  په رامینځةکولو کې ئې دنرم قدرت په توګه دهغو پر ساتنې ټينګار وکړ.

ایران په څو زره کلن تمدني تاریخ سره  دیوه  لرغوني هیواد په توګه ، ډیر زیات لرغوني آثار لري.

دمګړئ، ایران  د یونیسکو د نړیوال میراث په لیسټ کې د ثبت شوو ۲۷آثارو په درلودلو سره د ټولو ثبت شوو آثارو له نظره په لسمې روتبې  کې دي .