پاکستان له ایران سره مشارکت لازیات پیاوړی کوي
د پاکستان خارجه وزیر محمد اسحاق ډار په سیمې کې ددغه هیواد د ؛سوله ایز ګاونډيتوب؛ پر کړچار په ټينګار سره ووئیل،د ایران داسلامی جمهوریت پشمول له دوستو هیوادونو سریه داړیکو د پراختیا دژورتیا لپاره هڅې دوام لري.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی، دپاکستان خارجه وزیر محمد اسحاق ډار پرون د اسلام اباد د سټراژيکو مطالعاتو د اکاډمۍ (ISSI)په سمینار کې پخپلې وینا کې ووئيل،د ؛ سوله ایز ګاونډيتوب؛ په سیاست کې د پاکستان کړچار پرمختګ کړی دی او دغه هیواد له ګاونډیانو سره په ملګرتیا او د یوه سوله ایز بهرني چاپیریال په رامینځةکولو پسې دی.
د پاکستان د خارجه چارو وزیر او مرستیال وزیراعظم ، اسلام اباد د سولې اوپراختیا ترمینځ نه شلیدونکي پيوند پیاوړی پلوی وبالۀ او د فارس خلیج د حوزې او دمرکزي آسیا سیمې له هیوادونو سره د اسلام اباد د نزدو اړیکو اهمیّت ته په اشارېئ سره ئې ووئيل؛ د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول له دوستو هیوادونو سره به د لاژور مشارکت د رامینځةکولو لپاره هلوځلو ته دوام ورکړي.
د ایران او پاکستان اړیکې دپاکستان د خپلواکۍ تاریخ ته ورګرځي او په وروستیو کلونو کې په مختلفو برخو کې د تهران اسلام اباد اړیکې مخ په وده دي.
د ایران دیوه ګاونډي هیواد په توګه پاکستان په څه دپاسه 900کلومیټره وچې پولې په درلودلو سره له عراقه وروسته له ایران سره ترټولو اوږده ګډه پوله لري.