پر ونزویلا د امریکا حمله د حکومتي ترهه ګرئ څرګند مثال دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169194-پر_ونزویلا_د_امریکا_حمله_د_حکومتي_ترهه_ګرئ_څرګند_مثال_دی
پارس‌ ټوډی - د ایران او ونزویلا د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني تماس کې د امریکا د ونزویلا پر وړاندې له پوځي تېري وروسته  حالاتو  په اړه  خبرې وکړې.
(last modified 2026-01-04T08:58:49+00:00 )
Jan 04, 2026 13:09 Asia/Kabul
  • پر ونزویلا د امریکا حمله د حکومتي ترهه ګرئ څرګند مثال دی

پارس‌ ټوډی - د ایران او ونزویلا د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني تماس کې د امریکا د ونزویلا پر وړاندې له پوځي تېري وروسته  حالاتو  په اړه  خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي او د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر، ایوان خیل پینتو  نن سهار وختي د ونزویلا پر وړاندې د امریکا له پوځي تېري وروسته  د ورپسې  وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې، عباس عراقچي د ونزویلا پر وړاندې د امریکا د پوځي تېري او د دې هیواد د قانوني ولسمشر او د هغه د ښځې د برمته کول په سخته وغندل  او دغه اقدام ئې دحکومتي ترهه ګرئ او د ونزویلا د ملي حاکمیت او ارادې پر ضد څرګند برید وباله. هغه په ایران کې د ونزویلا له خلکو او منتخب حکومت څخه په ملاتړ ټینګار وکړ.

ایوان خیل پینټو د ایران د اصولي دریځ  مننه وکړه چې له ونزویلا سره ئې پیوستون ښودلې، او ټینګار ئې وکړ چې د ونزویلا خلک او حکومت د خپل ملي حاکمیت او د خپل برخلیک  د ټاکلو په حق کې د امریکا د سرزوري  او غیرقانوني سیاستونو پر وړاندې د مبارزې کلک هوډ  او اراده لري.

Image Caption