پاکستان به په افغانستان کې پر ترهه ګرو بریدونو ته دوام ورکړي
د پاکستان دفاع وزیر یو ځل بیا ووئيل، دغه هیواد به د نوی پوځي عملیاتو په توګه او د له ترهه ګرۍ سره د مقابلې په موخې سره په افغانستان کې د ترهه ګرو په ضد خپلو حملو ته دوام ورکړي.
تسنیم خبری آژانس راپو ر و رکړی، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف له بی بی سی سره په یولړ څرګندونو کې ووئیل، پاسکتان به د ؛عزم استحکام؛نومې عملیاتو د یوې برخې په توګه،له ترهه ګرۍ سره د مقابلې په موخې سره په افغانستان خاورې کې خپلو حملو ته دوام ورکړي.
خواجه آصف ووئيل، د پاکستان هوائي حملې پر هغو ډلو ټپلو کیږي چې پاکستان ئې د امنیتی او عامو خلکو په نښه کولو تورنوی.
له دې مخکې ړ پاکستان لوپوړو چارواکو په تیر مارچ میاشت کې په افغانستان باندې په دغه شان یوازې یوې حملې اعتراف کړی ؤ.
دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه حملې د خپل حاکمیّت خلاف ورزي ګڼي.
د پاکستان دفاع وزیر همداراز ووئيل، سمه ده چې مونږ په افغانستان کې عملیات ترسره کړي د او بیا به ئې هم ترسره کړو. که (له افغانستانه) پر مونږ بیا حمله وشي، مونږ به هم ورته غاښ ماتونکی ځواب ورکړو.
هغه دپاکستان له پولو ورآخوا حملو پر روا بللو په ټينګار سره روښانه کړې ده ، د طالبانو حکومت به له نزدې کیدونکو حملو خبر نه کړو.خواجه آصف په دوام کې ووئيل، دغه عامل غافلګري له مینځه وړي ،دوي ته ولې ووایوو چې تیار شئ، مونږ به عملیات وکړو. د پاکستان دفاع وزیر ووئيل، افغانستان د مونږ له غوښتو سره سره د پاکستان په ضد ددغه هیواد له خاورې د حملو د مخنیوي لپاره البته د ټي ټي پي دوګړو په ضد اقدام ته هیڅ ګروهنه نه دی درلودلې .
خواجه آصف په دې به ب د راپورو نو په ردولو سره چې نوي پوځي عملیات د چین په دباؤ سره کیږي،ووئيل، په عین حال کې عزم استحکام نومې عملیات په پاکستان کې د چیني وګړو او پروژو لپاره امنیتی ګواښونه ختموي.
داپه داسې حال کې دی چې د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې زیاتره سیاستوالو او ځاي سیاسی او مذهبی ډلو ټپلو هم په خیبر پختونخواه کې د پاکستان د پوځ د عزم استحکام نومې عملیاتو سره جدي مخالفت کړي دي.