پاکستان،ترکیه او آذربایجان جمهوریت درې اړخیزې ملګرتیاوې پراخوي
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف درې اړخیزه ناسته، ددرو واړو مسلمانو هیوادونو په تعاملاتو کې طبیعي پرمختګ بللی چې دخوښې وړ موضوعګانو او ګډو اندیښنو په باب ورته لیدتوګه لري.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، دپاکستان ،ترکیې او اذربایجان جمهوریت مشرانو د قزاقستان په آستانې ښار کې د شانګهائي ملګرتیا موسیسې د سرمشریزې په څنډې کې په یوې ګډې ناستې کې په مختلفو حوزو کې ددرې اړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره سره موافقه کړې ده.
د پاکستان د لومړي وزیر ددفتر د اطلاعاتو برخې راپور ورکړی، د پاکستان،ترکیې او اذربایجان جمهوریت د مشرانو درې اړخیزه ناسته ترسره شوي چې په مختلفو حوزو کې ئې د درو اړخیزو ملګرتیاؤ او مناسباتو د پراخولو او دراشه دیرشه د زیاتولو په سر سره موافقه کړې ده.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف درې اړخیزه ناسته، ددرو واړو مسلمانو هیوادونو په تعاملاتو کې طبیعي پرمختګ بللی چې د خوښې وړ موضوعګانو او ګډو اندیښنو په باب ورته لیدتوګه لري. هغه ټینګار کړی دی چې پاکستان له آذربایجان جمهوریت او ترکیې سره د خپلې ورورولۍ اړیکو ته چې د دیني ،تاریخي او کلتوري پیوندونو په اساس ولاړې دي ، او همداراز د متقابل احترام او په اساسی موضوعګانو کې د یوه بل په باب متقابل ملاتړ دی ، ډير زیات ارزښت ته قایل دی.
شهباز شریف وړاندیز وکړ، د درو واړو هیوادونو ترمینځ په تیره بیا په اقتصادي او پانګونې په زمینو کې د درې اړخیز تجارتي ملګرتیاؤ دلا پیاوړتیا لپاره د اورګانونو لارې چارې جوړې شي.د پاکستان لومړی وزیر د شانګهائي ملګرتیا موسیسې په څنډې کې د روسیې او ازبکستان له ولسمشرانو سره هم لیده کاته کړي دي.