پاکستان له ایران سره په پوله کښې د دروازې بنیاد کېښود
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i15034-پاکستان_له_ایران_سره_په_پوله_کښې_د_دروازې_بنیاد_کېښود
د پاکستان حکومت له ایران سره په ګډه پوله کښې د پوله ایزې دروازې بنیاد کېښود.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2016 12:17 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران سره په پوله کښې د دروازې بنیاد کېښود

د پاکستان حکومت له ایران سره په ګډه پوله کښې د پوله ایزې دروازې بنیاد کېښود.

د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې په نقل سره زمونږ د رېډیو د رپوټ له مخې د تفتان د ګمرک یو چارواکی سعید جدون ، او په دغه سیمه کښې د پاکستان د د امنیتی ځواکونو قوماندانانو جنرل خالد بېګ ، کرنل کاشف اعجاز چودری او همدارنګ د چاغی سیمې د ولسوال مرستیال قادر بخش پرکانی د د دروازې د بیناد اېښودو په مراسمو کښې په ګډون سره د دروازې په ځاے کښې د ایران جوړ کاڼی کېښود. د پاکستان حکومت وویل چې د دروازې په جوړېدو به شل مېلین روپۍ خرچ کیږی او دغه درواز د اسانتیاو د رامنځته کېدو او امنیتی تدابیرو د ښه کېدو لپاره جوړیږی.

د یادولو ده چې پاکستان تېره هفته له افغانستان سره د تورخم په پوله کښې د داسې یوې دروازې د جوړولو اقدام وکړ چې د افغانستان د پوله ایزو ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شو.

---