له پاکستانه اکثره تللي کډوال په زوره ایستل شوي
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې له پاکستان څخه ۲۰ زره ۸۰۲ افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي، چې ۱۵۵۶۳ یې په خپله خوښه ستانه شوي او ۵۲۳۹ یې ایستل شوي دي.
د UNHCR د هغه راپور له مخې، چې د یکشنبې په ورځ یې خپور کړ، افغانستان ته د ټولو راستنو شویو کډوالو له 57 سلنه څخه ډېر په زوره ایستل شوي، په داسې حال کې چې له 42 سلنه څخه ډېر په خپله خوښه راستانه شوي.
د راپورونو له مخې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ډېره برخه ښځې او ماشومان دي چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو کم دي.
یوازې په تېره یوه اونۍ کې ۱۵۹۶ افغان کډوال په خپله خوښه یا په زوره افغانستان ته ستانه شوي دي.
سره له دې چې د UNHCR او د بشري حقونو د مختلفو سازمانونو له خوا له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج د درولو غوښتنه شوې، دا بهیر بې له ځنډه دوام لري.
راپورونه ښيي چې دا مهال په پاکستان کې ۳.۱ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې ۱.۳ میلیونه یې قانوني اسناد نه لري.