افغان سفارتی پلاوی راتلونکې دوشنبه اسلام آباد ته ځی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i15049-افغان_سفارتی_پلاوی_راتلونکې_دوشنبه_اسلام_آباد_ته_ځی
د افغانستان یو سفارتی پلاوی سره د وروستۍ سرحدی شخړې په هکله له پاکستانی چارواکو سره د خبرواترو په موخه اسلام آباد ته ځی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2016 15:09 Asia/Kabul
  • افغان سفارتی پلاوی راتلونکې دوشنبه اسلام آباد ته ځی

د افغانستان یو سفارتی پلاوی سره د وروستۍ سرحدی شخړې په هکله له پاکستانی چارواکو سره د خبرواترو په موخه اسلام آباد ته ځی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن مازیګر اعلان وکړ چې په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز په رسمی ډول د افغانستان د ملی امنیت سلاکار ته بلنه ورکړې ده چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د وروستیو سرحدی مسائلو د هواری په موخه اسلام آباد ته سفر وکړی.

په همدې اساس د افغانستان یو ډیپلماټیک پلاوی د دغه هیواد د خارجه وزیر د مرستیال حکمت خلیل کرزی په مشرۍ د دوشنبې په ورځ اسلام آباد ته ځی.

د پاکستان خارجه وزارت د افغان پلاوی د دغه سفر په هرکلی سره هیله وښودله چې دغه سفر په دواړو هیوادونو او سیمه کښې په پایدارې سولې او ثبات او د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا باندې په تمرکز سره د رغنده تعامله له لارې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د ګټه ورو خبرواترو د پرمخ بیولو زمینه برابره کړی.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ د طورخم سرحدی لاره له تیرو اوو ورځو راهیسې د دواړو هیوادونو د ځواکونو د متقابلو ډزو له امله بنده شوې وه خو نن د مدرک لرونکو مسافرو او تجارتی ګاډو لپاره خلاصه شوه.