د پاکستان یوه بله بې پایلټه الوتکه نسکوره شوه
Jun 18, 2016 15:11 Asia/Kabul
د پاکستان د هوائی ځواک دویمه بې پایلټه الوتکه د روزنیز الوت په وخت نسکوره شوه.
تسنیم خبری آژانس لیکلی دی چې د پاکستان دویمه ډرون الوتکه د دغه هیواد د شمال لویدیځ په خیبر پښتونخواه صوبه کښې لویدلې ده.
د دغه خبر له مخې، د پاکستان بې پایلټه الوتکه د فنی نیمګړتیا او نقص په وجه غورځیدلې ده.
د پاکستان وړومبنۍ ډرون الوتکه د تیر ۲۰۱۵ کال په ستمبر میاشت کښې په سرګودا سیمه کښې نسکوره شوې وه.
پر دې سربیره د پاکستان یوه بله روزنیزه الوتکه هم د ۲۰۱۵ کال په نومبر میاشت کښې نسکوره شوې وه چې پکښې د مریم مختار په نامه یوه ښځینه پایلټه وژل شوې وه.