پاکستان نور د افغان کډوالو کوربه توب نه کوی
د پاکستان د وزیراعظم ځانګړی مرستیال وویل چې هیواد یې له دې وروسته افغان کډوال نه قبلوی.
تسنیم خبری آژانس لیکلی چې د پاکستان د وزیراعظم ځانګړی مرستیال طارق فاطمی زیاته کړه: اسلام آباد پخپله خوښه د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو غوښتونکی دی.
هغه څرګنده کړه چې پاکستان په تیرو څو لسیزو کښې له درې میلیونو زیاتو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی خو اوس یې هیواد د دې کار د جاری ساتلو امکان نه لری.
په داسې حال کښې چې په پاکستان کښې د یونیم میلیون (پنځلسو لاکو) افغان کډوالو قانونی اقامت د روانې جون میاشتې په وروستیو کښې پاې ته رسی، د کابل چارواکو یوځل بیا د دغو کډوالو د اقامت د نوی کولو لپاره خپلې هلې ځلې پیل کړې دی.
د افغانستان د کډوالو د چارو وزیر سید حسین عالمی بلخی څه موده مخکښې له اسلام آباده وغوښتل چې د افغان کډوالو د اقامت موده تر ۲۰۲۰ میلادی کاله پورې تمدید کړی.