د اسماعیل هنیّه د ترور په وړاندې د نړۍ چُپتیا افسوسناکه ده
د پاکستان لومړي وزیر په تهران کې د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر په ضد ترهه ګرو عملیاتو ته په اشارې سره ووئیل، د اسماعیل هنیّه ترور د ټولو نړیوالو قوانینو په چخڼي کولو سره شوی دی او ددغه ترهه ګر اقدام په وړاندې دن نړۍ چُپتیا ډيره د خواشینۍ وړ خبره ده.
ایرنا خبری آژان س دپاکستان د ملی ټيلیویژن له قوله راپور ورکړی شهباز شریف پرون په اسلام اباد کې د حکومتي ائیتلافي ګوندونو د پارلیماني استازو په غونډې کې ووئیل، دصهیونیسټي رژيم لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو وحشي خوي په غزې کې د بې دفاع عامو خلکو په ضد د اسرائیلو د نیواکګر پوځ د وحشي ډوله تیریو د زیاتیدا لامل شوی دی.هغه د اسماعیل هنیّه په ترور کې د وحشي صهیونیسټي رژيم داقدام په محکومولو سره ووئيل، دغه حمله له یوه ټاټوبی ورآخوا قتل ؤ چې د ټولو نړیوالو قوانینو دچخڼي کیدا سبب شوی دی.
د پاکستان لومړي وزیر ووئیل، صهیونیسټان د هیوادونو دمځکنۍ بشپړتیا او حاکمیّت په خلاف ورزۍ سره ترورونه کوي، په عین حال کې د اسرائیلو د ترهه ګرو اقداماتو او د تیریو په وړاندې دنړیوالو ټولنو مرموزي چُپتیا افسوسناکه ده.هغه د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په ضد دروښانولو لپاره دپاکستان د سیاسی ځ واک د یووالي او یو زړتوب غوښته وکړه او وې وئیل، پاکستان دفلسطین د ملت له آرمانونو څخه ملاتړ او د قدس شریف د آزادۍ لپاره د دوي دروا جنګ ملاتړ ته دوام ورکوي.د پاکستان لومړي وزیر همدرااز د فلسطین له ملت سره د پيوستون او داسرائيلو د تیریو په سخته محکومیت کې نن دجمعې ورځې په درست پاکستان کې عمومي ویر اعلان کړی دی.